افغانستان

مرکزي بانک څوارلس ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې نن شنبه  د وري په څوارلسمه نېټه به څوارلس ميليونه امريکايي ډالر ليلام کړي.

د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د شرطونو پوره کوونکي صرافان او سوداگريز بانکونه، چې يو ميليون او پنځه لکه افغانۍ يې د تضمين په توگه د افغانستان بانک ته سپارلي وي، کولای شي، په دې ليلام کې برخه واخلي.

د ليلام گټونکي بايد تر دوو ورځو خپل حسابونه پاک کړي.

د افغانستان بانک له ټولو گډونوالو غوښته کړې، چې ليلام کې د گډون لپاره دې نن تر نهو بجو د ياد بانک د مارکيټينگ له مدير څخه د گډون فورمې ترلاسه کړي.

هغه صرافان او سوداگريز بانکونه چې د تضمين په توگه يې يو نيم ميليون افغانۍ مرکزي بانک سره جمع کړي، کولای شي، په دغه ليلام کې برخه واخلی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button