اسلام

د نبوي جومات امام محمد ايوب وفات شو (د جنازې انځورونه)

د نبوي جومات پخوانی او ډېر مشهور امام محمد ايوب نن، شنبې، په سعودي کې له غرمې مخکې وفات شو او د ماسپښين لمانځه سره يې جنازه وشوه او جنت البقيع کې خښ شو.

د خدای بښلي محمد ايوب د مړينې خبر يې زوی د ټوېټر له لارې خپور کړی او نورو عربي رسنيو هم پرې راپورونه ليکلي. زوی يې په ټوېټر کې ليکلي وو چې پلار يې سهار وفات شوی او د ماسپښين له لمانځه وروسته به يې د جنازې لمونځ ترسره کېږي.

محمد ايوب چې د نبوي مسجد يو له ډېرو وتليو قاريانو څخه و، په ۱۹۵۲م کال کې په مکه مکرمه کې زېږېدلی و او په ۱۲ کلنۍ کې يې د زکي داغستاني په مدرسه کې قرآن حفظ کړی.

د محمد ايوب جنازه نن ماسپښين د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ترسره شوه او په جنت البقيع کې خښ شو. د قاري محمد ايوب له وفات څخه څو ساعته مخکې د تلاوت ويډيو:

https://www.youtube.com/watch?v=DWRNt9z_Kug

د خدای بښلي د جنازې ځينې انځورونه:

 

Related Articles

Back to top button