اردوگان: هېواد مې اعدام غواړي
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان يو ځل بيا څرگنده کړې ده، چې هېواد يې غواړي د اعدام سزا بېرته قانوني شي. نوموړي وروسته له هغه چې ترکيه کې حکومت له ناکامې کودتا وروسته زرگونه مخالفين ونيول وويل، چې که خلک ترې وغواړي چې د اعدام سزا قانوني کړي او ځينې کسان اعدام کړي، نو دا کار به وکړي.
انډيپنډنټ ورځپاڼې ليکلي، چې ولسمشر اردوگان نن د خپلو پلويانو په منځ کې وويل: «هېواد مې د اعدام سزا غواړي». د ترکيې د پارلمان غړي به دا پرېکړه کوي چې اعدام قانوني شي او که نه.
ښاغلي اردوگان په خپلو خبرو کې ويلي، چې موږ هغه ترورستان له منځه وړو، چې هېواد ته تهديدونه راولاړوي، موږ دوی پيدا کوو او سزا ورکوو.
د کودتا له ناکامېدو وروسته اردوگان اعلان کړه چې پوځ او ټولې دولتي ادارې د فتح الله گولن له پلويانو پاکوي، نوموړی گولن او د هغه پلويان ترورستان بولي.
ترکيه کې اعدام تر ۲۰۰۴م پورې قانوني و، خو دا چې ترکيه اروپايي ټولنه کې شاملېدل غواړي او اعدام د اروپايي ټولنې د اتحاديې له قانون سره مخالف دی، دغې ټولنې ته د ترکيې داخلېدل له ستونزو سره مخ کوي.