ټولنه
پنځه غلط ودونه
ژباړن : عطا محمد میاخېل /
د هیچا نه خوښېږي، هغه ډول واده وکړي، چې له یوې لنډې مودې وروسته طلاق واخلي . ځینې ودونه له پیله ماتې خوړونکي دي او یا په غوره حالاتو کې د بریا له پاره ډېر لږ چانس لري . دا ډول ودونه ځانګړتیاوې لري، چې باید د خطر زنګ په توګه ورته پاملرنه وکړئ .
پنځه ودونه، چې تاسو بدمرغه کوي !
۱ ـــ په بشپړه توګه احساسي واده :
احساسي ودونه او هغه کسان، چې په یو لید مینه یې اساس او بنسټ دی، تاسو مخامخ کورنۍ محکمې ته را کاږي، مګر دا چې له مینتوب وروسته، خپلې سترګې ښې پرانیزئ او هر چېرته چې لازمه وه، نه دا چې د ژوند طلا ورته ووایئ .
۲ ـــ هره ورځ شخړه او جنجال :
که چېرې د کوژدې او آشنایۍ له دورې څخه په پر له پسې توګه له یو بل سره جر و بحث لرئ، مه پرېږدئ، چې د دې جروبحث کچه نوره هم لوړه شي، دا د خطر زنګ دی، چې ستاسو له ژورو اختلافاتو څخه خبر ورکوي . موضوع له خپلې کورنۍ سره شریکه کړئ او له هغوی څخه وغواړئ، چې مرسته درسره وکړي، ترڅو له یوه تېروتي واده څخه خلاصون پیدا کړئ .
۳ ـــ غیر منطقي معیارونه :
لکه څه ؟ لکه د سترګو رنګ، ځانګړی قد او څېره، سیاسي اډه یا ځانګړې زده کړنیزه څانګه، له هېواد څخه بهر استوګنه او دې ته ورته نور مسایل، چې د فرد، د باطن او شخصیت په پرتله د هغه ظاهر ته ډېره پاملرنه کوئ .
۴ ـــ سیالي :
که چېرې د دې له پاره واده کوئ، چې د کورنۍ پام ځانته راواړوئ یا د کورنۍ له هلکانو او نجونو څخه شاته پاتې نه شئ، که چېرې د خپلې مېرمنې له ټاکلو څخه هېڅ کومه انګېزه نه لرئ یا غواړئ د خپلې خوښې نجلۍ ته ور وښایئ، که چېرې د رد ځواب مو ورکړئ وي، تاسو له هغې څخه په غوره پسې تللي یاست، ډاډه اوسئ، چې د خپلې بدمرغۍ په لاره کې مو ګام پورته کړی دی .
۵ ـــ یو درواغجن پیل :
که چېرې له همدې پیل څخه مو درواغجن بنسټ ایښی دی، د خپلې دندې، کورني وضعیت، د خپلې جسمې او اروایي روغتیا او یا د خپلې شتمنۍ او زدکړو په اړه مو درواغ ویلي دي، پوه شئ، چې بېلاري مو پیل کړې ده . د ژوند د اصلي معیارونو په اړه درواغ ویل هم همدا ډول، د بېلګې په توګه : درته مهمه ده، چې مېرمن دې ځانګړی پوښښ ولري، مګر هغې ته نه وایئ، چې وروسته یې بدل نه کړي ! یا غواړئ په ځانګړي ښار کې ژوند وکړئ او دا په پیل کې له خپلې مېرمنې سره نه شریکوئ .