ټاکل شوې ده، چې پلازمېنه اسلام اباد کې نن د افغان کډوالو په اړه دوه ورځنۍ درې اړخيزه غونډه پيل شي. دغه غونډه کې به د افغانستان، پاکستان او د م م د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي ګډون وکړي.
د کډوالو چارو وزارت مرستيال وياند حفيظ الله مياخېل رسنيو ته ويلي، چې غونډه کې د ګډون په موخه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ افغان پلاوی وړمه ورځ له مازديګر وروسته اسلام اباد ته ورسېد. نوموړی زياتوي، چې وزارت په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو په هدف عملي پلان په لاس کې لري، چې دې درې اړخيزې غونډې ته به يې وړاندې کړي. د هغه په وينا ناسته کې څو مهمې موضوع ګانې څېړل کېږي، د کډوالو د بېرته راستنېدو پر لارو چارو او په دې اړه د افغان حکومت پر پلان، د افغان کډوالو د کډوالو کارتونو د مودې غځولو او دا چې له ۲۰۱۶ز وروسته څه وشي».
دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان په خپله خاوره کې د مېشتو افغانانو د پاتې کېدا موده د روان زيږديز کال تر پايه غځولې ده.
بل لور ته پاکستان کې ډېری مېشت افغان کډوال هېواد کې د هستوګنځايونو نه لرل، ناامنۍ او بې روزګاري هغه ستر لاملونه بولي، چې له امله يې بېرته راستنېدو ته زړه نه ښه کوي.