اوباما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان کې بیا بدلون راووست
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر په اړه یو ځل بیا خپله پخوانۍ پرېکړه بدله کړه. بارک اوباما تېر کال اکټوبر کې پرېکړه کړې وه چې د ۲۰۱۷ اخره پورې به په افغانستان کې ۵۵۰۰ امریکايي پوځيان پرېږدي.
اوباما د ۲۰۰۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان او عراق له جګړو به خپل ځواکونه په کور کوي. په ۲۰۱۱ کې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان بشپړ شو. په سر کې اوباما پرېکړه کړې وه چې په افغانستان کې به يې د واکمنۍ په پای کې د ځواکونو شمېر یوازې زرو تنو ته راکښته کوي. د زرو تنو پاتې کېدونکو ځواکونو ماموریت به د امریکا د سفارت ساتنه وي.
په وروستي بدلون کې ولسمشر اوباما بیا اعلان وکړ چې د خپل پیر تر پایه به ۸۴۰۰ پوځيان په افغانستان کې پرېږدي. ولسمشر اوباما د جمهوریت غوښتونکو او ځینو نظامیانو له خوا تر فشار لاندې و چې له افغانستانه د ځواکونو په وېستلو کې بیړه ونه کړي.
اوباما ویلي: «زه به اجازه ورنه کړم چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل شي».
ښاغلی اوباما زیاتوي: «زه په ټینګه باوري یم چې دا زموږ له ملي ګټو سره سمون لري». اوباما دا یادونه هم کوي چې د ځواکونو «محدود ماموریت» کې يې چي د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشوره ورکونه ده، بدلون نه مومي.
افغان ولسمشر محمد اشرف اغني د اوباما د پرېکړې هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده چې دا «د دواړو ملتونو ترمنځ دوامداره مشارکت ښيي» چې خپلې «ګډې ګټې» تعقیب کړو.
له بلې خوا طالب ویاند، ذبیح الله مجاهد د اوباما پرېکړه بابېزه ګڼلې. مجاهد الجزیره شبکې ته ویلي: «که متحده ایالاتو پرېکړه وکړي چې ځواکونه په افغانستان پرېږدي کنه، که یې شمېر لږ وي که زیات موږ به یې پر ضد جګړه کوو».
مجاهد زیاتوي: «موږ ته هېڅ نه دي بدل شوي او هېڅ شی موږ له هغه څه نه شي وېرولی یا ایسارولی چې له یوې لسیزې راهیسې يې لپاره جګړه کوو». مجاهد ویلي تر بل هر وخت ځواکمن دي او ۸۴۰۰ تنه یې نه شي ایسارولی. مجاهد دغه وړ پرېکړې د «وخت ضیاع» ګڼلي.