ژباړه: حمیدالله حمیدي
هېڅوک له غوسې ځان نه شي خلاصولای؛ ځکه تل له داسې پېښو او اشخاصو سره مخ کېږو چې زموږ د غوسې پارېدو لامل ګرځي. موږ یوازې کولای شو زده کړو چې څه ډول خپله غوسه کنټرول کړو او له خپل ځانه یو سم غبرګون وښیو. بې له شکه موږ ټول به داسې کسان لیدلي وي چې په کاري محیط کې یې پر خپلو احساساتو کنټرول له لاسه ورکړی وي، پرې ور درز وهي، پر همکارانو یا مشتریانو غوسه کېږي او داسې خبرې کوي چې ډېر زر بیا ورباندې پېښمانه کېږي. ډېر کسان به مو لیدلي وي چې د جلسو پر وخت نه شي کولای خپله غوسه کنټرول کړي؛ ځکه د دوی له نظر سره مخالفت شوی وي او یا یې هم پر ځای بل څوک ګومارل شوي وي.
۱- قدم ووهئ څو غوسه مو سړه شي
په کاري جلسه کې د ناستې پر وخت چې کله د مدیر له لوري پر تاسو باندې نیوکه کېږي، په غوسه کېږئ مه؛ کله چې وینئ غوسه مو زیاتېږي ژر تر ژره هغه ځای پرېږدئ، یوه بهانه ولټوئ تر څو مجلس ترک کړئ او وکولای شئ خپله غوسه تر خپل کنټرول لاندې راولئ. که د خپلې غوسې د کنټرولولو لپاره ځان ته وخت ورکړئ بې له شکه به پر دې چاره بریالي شئ، چې غوسه مو سړه شي.
۳- د لسو ثانیو له قانونه ګټه واخلئ
هېڅ عکس العمل مه ښکاره کوئ؛ د یوې کاري جلسې او یا هم په ټيلېفون کې د خبرو کلو پر وخت چې کله پوهېږئ غوسه مو نه شئ کنټرولولای تر شونډو لاندې تر لسو پورې حساب وکړئ. په دې ډول کولای شئ ځان ته وخت ورکړئ چې غوسه مو ښکته کش کړئ او مخکې له هر عکس العمل څخه پر واقعیت ځان پوه کړئ.
۴- همکاران مو وپېژنئ
وګورئ، همکاران مو څه ډول خوی لري او له تاسو سره څه ډول چلند کوي، کېدای شي د همکارانو ډېرې هغه خبرې چې تاسو ته د انتقاد په ډول برېښي، په اصل کې د ټوکې او شوخۍ بڼه ولري. د همکارانو په پېژندلو سره مو کولای شئ په اسانۍ سره د هغو له انتقادونو سره جوړ راشئ او خپله غوسه مو کنټرول کړئ.