وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند د گرشک ولسوالۍ اړوند مهاجربازار سيمه کې د لارويانو یو ۳۰۳ موټر او دوه لارۍ برمته کړي دي. ويل کېږي ۳۰۳ موټر کې له دېرشو تر پنځوسو کسان سپاره وو. پېښه د هرات – کندهار پر لويه لار رامنځته شوې ده.
د گرشک امنيه قوماندان محمد اسماعيل خپلواک رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې طالبانو نن سهار مهاجر بازار سيمه کې دوه ټېلر موټر او يو د مسافرو بس له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي. نوموړی وايي، دغه موټر له هراته کندهار ته روان وو چې اوسمهال يې د پوليسو له لوري د خلاصون عمليات پيل شوي.
طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې او پر خپله رسمي پاڼه يې ليکلي، چې گرشک ولسوالۍ کې يې تېره شپه له درې موټرو مشکوک کسان د تحقيقاتو لپاره کوز کړي دي. هغوی د ټولو برمته کړيو کسانو شمېر اووه ويشت تنه ښودلی.
طالبانو ادعا کړې، چې د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس يې دغه کسان نيولي او پاتې نورو مسافرو او موټرانو ته يې د تگ اجازه ورکړې. هغوی زياته کړې ده، چې نيولي اووه ويشت تنه يې د لا زياتو تحقيقاتو لپاره خوندي ځايونو ته لېږدولي دي.
طالبانو پر خپله خبرپاڼه څرگنده کړې، چې د دې کسانو په اړه به تحقيقات ډېر ژر بشپړ شي او «بې گناه» کسان به بېرته خوشې او «له امنيتي ارگانونو سره تړلي کسان به د اسلامي امارت محاکمو ته وسپارل شي».
دا په داسې حال کې ده، چې وروستيو ورځو کې د کندز او بغلان په گډون ځينو ولايتونو کې طالبانو سره د بايو ميټريک سيسټم د شتون خبر ورکړل شوی، چې له مخې يې دولتي کسان معلوموي، خو دولتي چارواکي دغه خبره ردوي.