خبرونهسلايډ

د بامیانو لپاره د ۳۰۰ میگاواته برېښنا د پوهاوي سند لاسلیک شو

نن په ارگ کې د ولسمشر په شتون د بامیان لپاره د ۳۰۰ میگاواټه برېښنا د ورکړې او پوهاوي سند د برېښنا شرکت او د اسیا پراختیايي بانک د استازو تر منځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې به د بغلان له دوشي څخه بامیان ته ۳۰۰ میگاواټه برېښنا مزی غځېږي او د دې پروژې لگښت به د اسیا پراختیايي بانک ورکوي.

د اوبو او برېښنا د چارو وزیر علي احمد عثماني په دې اړه وویلې چې د دې پروژې کار به په راتلونکو ورځو کې پيل او تر ۲۰۱۹م پورې به بشپړ شي.

عثماني همدارنگه زیاته کړه چې دغه مزی به د ۲۲۰کیلو ولټه د انتقال توانايي ولري چې دا ۳۰۰ میگاواته برېښنا انتقالولی شي.

د برېښنا دغه هوکړه وروسته له هغې لاسلیک شوه چې د بامیان خلکو تېره میاشت په کابل کې د ټوټاپ د برېښنا د مزي غځولو لپاره گڼ لاریونونه وکړل او له هغې وروسته ولسمشر د یوه فرمان له مخې دوی سره ومنله چې بامیان ته به ۳۰۰ میگاواته برېښنا ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button