افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د افغانستان ملي اردو ته پنځه نورې جنگي څرخکې ورکړې دي. ناټو ځواکونو څرگنده کړې ده، چې دغه پنځه MD۵۳۰ ډوله الوتکې يې افغان ځواکونو ته په وړيا ډول ورکړې دي. ياد ځواکونه وايي، له دې الوتکو توغندي هم توغول کېږي او ماشينگڼونه په کې ځای پر ځای دي، چې پخوانيو جنګي الوتکو کې نه و. دغه الوتکې د تېرې جمعې په ورځ کابل کې د حامد کرزي هوايي ډگر ته ولېږدول شوې.
د افغانستان چارواکو ويلي، چې افغان ځواکونه به له دغو څرخکو د وسله والو مخالفينو پر ضد جگړه کې گټه پورته کړي.
افغان حکومت دوه ورځې وړاندې هم په يوه رسمي غوښتنليک کې له روسيې د وسلو او پوځي وسايطو غوښتنه وکړه، روسي چارواکو په دې اړه وويل، چې د تجارتي موخو لپاره دا کار کولی شي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وړمه ورځ څرگنده کړه، چې د افغانستان د هوايي ځواک يو شمېر صنفونه فعال دي، خو لا ډېرو جنگي او کشفي الوتکو، هليکوپترو او د دوی پرزو ته اړتيا لري.
ښاغلي وزيري وويل: «هوايي ځواک يوازې هليکوپتر نه دی، د رادار، توپچي او راکټ دافع هوا، جنگي هليکوپترو، ټرانسپورټي الوتکو او د کشفي او جنگي جيټ الوتکو برخه کې افغانستان یوازې ټرانسپورټي او کشفي برخې فعالې لري او پاتې نورې لا نه دي فعالې، موږ هڅه کوو د مرسته کوونکو هيوادونو په همکارۍ هوايي ځواک په پښو ودروو».
روسيې او هند له دې وړاندې هم افغانستان ته جنگي الوتکې ورکړې دي او امريکا هم تر ۲۰۱۸ز پورې افغانستان ته شلو جنگي الوتکو د ورکړې ژمنه کړې ده.