هر کال د روژې د مبارکې مياشتې له رارسېدو سره په بازار کې د خوراكي توکو بيې لوړېږي، خو سږ کال د دغو توکو بيې يو په دوه لوړې شوې دي. د اقتصادي چارو شنونکي او ځيني لوړ پوړي چارواكي د دغو توکو د لوړېدو لامل د تورخم بندېدل په ګوته کوي.
د صنعت کارانو د ټولنې مرستيال عبدالجبار صافى وايي چې د توکو د بيو د لوړېدو علت دا دې چې موږ په کوردننه د اړتيا وړ توليدات نه لرو. نوموړى پر حكومت نيوکه کوي چې له صنعت کارانو سره لازمه مرسته نه کوي؛ لوړ ماليات او ځيني نور عوامل دي چې د افغانستان صنعت يې کمزوری کړى. نوموړي زياته کړه چې ولسمشر د صنعت په برخه کې يوازې خبرې کوي او په دغه برخه کې هېڅ مثبت ګام نه پورته کوي.
همدارنګه د نورستان پخوانى والي جمال الدين بدر وايي، چې د تورخم بندېدل يوازې د افغانستان پر اقتصاد بده اغېزه نه شي لرلى، بلكې د پاکستان ټولې فابريكې، روغتونونه، ترانسپورټ او نورو سکتورونو باندې اغېزه کوي. افغانستان د پاکستان لپاره يو ښه مارکېټ دى، که تورخم بند شي تر افغانستان زيات زيان پاکستان ته رسېږي.
خو دا د معادلې يو اړخ دی. د تورخم بندېدل به حتمې پر پاکستان ناوړه اغېزه لري، مګر اوس د توکيو د لوړېدو له امله خلک په افغانستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې د هېواد اقتصادي حالت عموما مخ په زوړ دی، د تورخم بندېدل ډېره منفي اغېزه کړې.
په ولسي جرګه کې د خلكو استازى نثار احمد غوري، پر خلکو غږ کوي چې د خپل هېواد له توليداتو استفاده وکړي، تر څو د وطن اقتصاد پر پښو ودرېږي.