۲۹کلن عمر صدیق پرون د امریکا په فلوریډا ایالت کې د همجنسبازانو پر یوه نایټ کلب برید وکړ او له درې ساعته نښتې وروسته یې پنځوس کسه ووژل. په دغه برید کې له پنځوسو ډېر ټپیان هم شول.
عمر صدیق له افغان مور و پلاره په نیویارک کې زېږېدلی و. د امریکا کورنیو استخباراتو یا ایف بي ای له دې وړاندې پر عمر صدیق شکمن و چې ښايي له ترهګرو ډلو سره اړیکې ولري او له دې امله یې دوه ځله ورسره مرکه هم کړې وه. د ایف بي ای مشر وايي، دوی ونه شوای کړای د بریدګر دغسې تمایلات په ګوته کړای شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پېښې په تړاو غبرګون کې عمر صدیق «له کرکې ډک» انسان وباله. پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دمګړۍ د امریکا په سفر بوخت دی، سي ان ان ته وویل چې په سختو ټکو دغه برید غندي او دا یې یو «غلط» کار وباله. کرزي وویل اسلام هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د چا ژوند واخلي.
عمر صدیق له دې مخکې په امریکا کې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.
که څه هم ځینو افراطي امریکايي رسنیو تور پورې کړی چې بریدګر له داعش ډلې سره د بیعت خبره کړې ده؛ خو داسې کوم سند نه دی ترلاسه شوی چې وښيي بریدګر دې له دغې ډلې سره تړاو درلود.
د عمر صدیق پلار، صدیق متین له ان بي سي سره په مرکه کې ویلي چې میامي ته د سفر پر مهال یې زوی هغه مهال عصباني شو چې ویې لیدل دوه نارینه يې د بچیانو او مېرمنې په مخ کې له یو بل سره جنسې اړیکه نیسي.
د صدیق پلار وايي د زوی له دغسې کوم پلانه یې خبر نه و؛ خو «دغه چاره یې له دین سره کوم تړاو نه لري».