خبرونهسلايډ

د امریکا ټاکنو کې اوباما له چا ملاتړ کوي

د امریکا په راتلونکو کې ټاکنو کې ښايي د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، مېرمن هیلري کلنټن او میلیاردر ډونالډ ټرامپ سیالي وکړي. کلنټن له ډیموکرات او ټرامپ له جمهوریت غوښتونکي ګوندونو څخه دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما څرګنده کړې ده چې د روان کال په ټاکنو کې به له مېرمن کلنټن څخه ملاتړ وکړي.

اوباما ویلي: «زه د یوه داسې چا په توګه چې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې مې له مېرمن کلنټن سره له شلو ځلو ډېرې مناظرې کړي دي، د هغې له مثبتو ځانګړنو خبر یم».

د ۲۰۰۸ کال له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې، بارک اوباما او هیلري کلنټن د ګوند دننه د یوه او بل پر ضد سیالی کوله چې په پای کې اوباما ګټونکی شو.

اوباما وايي: «زه له هیلري سره یم او نه شم کولی تر ټاکنو صبر وکړم؛ خو زه د ډیموکرات ګوند د نوماندۍ لپاره د دواړو اصلي نوماندو له پلویانو مننه کوم».

اوباما د مېرمن کلنټن په باب ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت پر مهال یې د هغې د قضاوت ځواک، پر «امریکايي ارزښتونو» د هغې ټینګ درېدل او ژمنتیا یې له نژدې لیدلي دي.

د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ډونالډ ټرامپ له راتګه ډېرې اندېښنې راڅرګندېږي. ټرامپ په بحثونو کې د جګړې په پلوۍ څرګندونې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button