د بلخ ولایت شولگرۍ ولسوالۍ کې د جمعیت اسلامي گوند د دوو قومندانانو تر منځ نښتې گڼو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده. د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري رسینو ته ویلي چې تېره ورځ په شولگرۍ ولسوالۍ کې د څو نامسوولو قومندانانو تر منځ د نښتې له امله څلور تنه مړه او دولس تنه ټپیان شوي دي.
قادري همداراز زیاته کړه چې جگړه د محمود او نظر گل په نامه قومندانانو تر منځ شوې چې د جمعیت اسلامي غړیتوب لري. د جگړې په پای کې قومندان محمود، خور او دوه نور وسلهوال وژل شوي دي.
له څه مودې رهیسې په بلخ ولایت کې د خپلمنځي رقابتونو له امله گڼو ملکي کسانو ته مرگ ژوبلې اوښتي دي. تېره اوونۍ د شولگرۍ ولسوالۍ د امنیې قومندان هم د سړک د غاړې بم چاودنې له امله وژل شوی وو.