د امريکا نېشنل پبلک راديو «ان پي ار» انځورگر ژورناليست له خپل ژباړونکي سره په هلمند کې هغه مهال د طالبانو په بريد کې ووژل شو، چې نوموړی د ملي اردو په ټانک سپور و.
ان پي ار امريکايي راډيو وايي، چې د دوی ژورنالېست ډيوډ گليکي او د هغه ژباړونکی ذبيح الله تمنا هلمند کې د ملي اردو په ټانک کې سپاره وو، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو په کتار بريد وکړ او دغه امريکايي ژورنالېست له خپل ژباړونکي سره په کې ووژل شو. نيشنل پبلک راديو وايي، چې ډيويډ گليکي سره د هغه دوه نور امريکايي همکاران هم وو، مگر دواړه ژوندي دي.
ان پي ار زياتوي، چې کوم موټر کې پنځوس کلن ډيويډ گليکي او ۳۸ کلن تمنا سپاره وو، د مرجې ولسوالۍ اړوند سيمه کې په نښه شوي دي. راپور کې راغلي، چې ذبيح الله تمنا انځورگر ژورنالېست و او په عين حال کې يې د ژباړونکي دنده هم ترسره کوله. وژل شوي ډيويډ په انځور اخيستو کې گڼ مډالونه اخيستي وو او تر ټولو غوره مډال يې ۲۰۰۷م کې هغه مهال واخيست، چې عراق کې يې پر امريکايي سمندري ځواکونو فلم جوړ کړ. ۲۰۱۱م کې سپينې ماڼۍ هم د ښه انځور اخيستونکي مډال ورکړی و.