نړیوال سوکوهونکی محمد علي کیلي وفات شو
مسلمان امریکايي سوکوهونکی علي کیلي د امریکا په ایروزونا ایالت کې د تنفسي ستونزو له کبله نن سهار وختي د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو.
علي کیلي کلونه راپدیخوا د پارکینسون د ناروغۍ له امله کړېده چې تېره ورځ یې کورنۍ رسنیو ته وویل چې د علي روغتیايي حالت ښه نه دی.
محمد علي کیلي له ۱۹۷۴ کال راهیسې له دې ناروغۍ څخه کړېده چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د ادرار د عفونت له کبله په روغتون کې بستري شو.
محمد علي کیلي ته د افسانوي او نه تکرارېدونکي سوکوهونک لقب ورکړل شوی دی. علي کیلي د سوکوهنې تر څنگ خپل ژوند کې نورو ټولنیزو فعالیتونو ته هم وخت ورکړی وو.
په تېر ډیسمبر کې علي کیلي د ټرامپ په دې څرگندونو چې که ولسمشر شي نو امریکا ته به د مسلمانانو پر ورتگ بندیز ولگوي توندې نیوکې وکړې.
علي کیلي د ویتنام په جگړې کې له برخه اخیستلو انکار کړی وو او ویلي وو چې مذهبي امور یې ورته په دې جگړې د برخه اخیستلو اجازه نه ورکوي چې له همدې امله د امریکا حکومت د هغه ټول مډالونه ضبط کړل.
په دې وروستیو کې محکمې له علي کیلي څخه دغه بندیزونه لرې کړل او ۲۰۰۵ کال کې سپینې ماڼۍ کیلي ته د افتخار تر ټولو لوړ ميډال ډالۍ کړ.
علي کیلي له ۱۰ کلنۍ څخه سوکوهنه شروع کړې وه چې په ۱۹۶۴ کال کې د سوک وهنې په مسابقو کې نړیوال قهرمان شو.
د علي کیلي تر مسلمانېدو مخکې نوم کاسیاس کیلي وو.