ټولنه
واده کې موټر تېز مه ځغلوئ، کنه دغسې کيسه به وشي
د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه درېيمه نړۍ کې دا دود دي چې د واده پر مهال خلک موټر تېز چلوي او ډېر پام نه کوي، په تېره بیا هغه مهال چې ناوې د پلار له کوره بېول کېږي.
خو دغسې بې احتياطي ښه نه وي، ځکه خوشالي په خپګان بدلوي. تېره څه موده کې په خواله رسنيو کې يوه نوې ويډيو خپرېږي چې د واده پر مهال خلک موټر په تېزۍ ځغلوي، په دغه مهال کې د واده د کاروان يو موټر له بس سره لګېږي او موټر په دغه پېښه کې څه نا څه خرابېږي. دغه راز په موټر کې ناست کسان هم ټپيان کېږي چې د خلکو واده په کې په غم بدلېږي.
«لها» مجله راپور ورکوي چې دغه پېښه په عربۍ نړې کې ترسره شوې ده. د پېښې له ترسره کېدو وروسته ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
https://web.facebook.com/bintjbeil.org/videos/1151326604934585/