ډرون، ناندرې او د سفير احضار
اکرام الدين واصل
پاکستان کې د ملا منصور د وژل کېدو په اړه يو لړ سياسي ګرماګرمي پيل شوې. تېره ورځ ۲۴/ می/ ۲۰۱۶ درې ډوله خبرې مخ ته راغلې. کورنيو چارو وزير چودري نثار ناخبري ښيي چې ګواکې دوی ته خبر نه دی ورکړل شوی، امريکا په خپل سر دا کار کړی. د واکمن ګوند مخالفينو بيا پوښتنې مطرح کړې وې چې ملا منصور پاسپورت څه ډول جوړ کړی و؟ څه ډول يې پرې سفرونه کړي ول؟
حکومتي کړۍ بيا سره له دې چې نا خبري ښوده، دا يې هم پوښتلي چې دا پاسپورت څنګه روغ پاتې شوی؟ چودري نثار وايي چې پاسپورت له پېښې وروسته د پېښې ځای کې غورځول شوی. دوهمه خبره چې د همدې خبرې په تعقيب راځي؛ د امريکا د سفير احضار دی. تېره ورځ بهرنيو چارو وزات د امريکا سفير وراحضار کړی او د ډرون په اړه يې د دوی په اصطلاح احتجاج ورته کړی.
درېيمه خبره دا راووته چې د دوی «يکجهتي کونسل» پرون خبري کنفرانس ورغوښتی و او د نوموړي بريد په اړه يې خپلې غندنې ښکاره کړې. درې واړه خبرې دا ښيي چې ګويا پاکستان له پېښې خبر نه دی او امريکا په خپل سر بريد کړی. د موضوع په اړه چې څومره پاکستانۍ رسنۍ ولټول شي او د پاکستان دننه وضعيت مطالعه کړای شي، دوی ټول په يوه خوله ورته له يوې خبري موضوع پورته اهميت نه ورکوي.
ولس خو يې بيخي کار نه لري چې دا څه وشول؟ د پاکستان پر خاوره څنګه بې اجازې بريد کېدای شي؟ تېرو ورځو کې زموږ حکومت تورخم کې عن پر پاکستانۍ پوستو ازغن تار ونه شو زغملای چې موضوع يې تر څلور ورځو تاوتريخوالي وغزېده. څنګه امکان لري چې د يوه خپلواک هېواد خاوره دې داسې وکارول شي.
د بريد په اړه يو بحث دا روان دی چې بريد د افغانستان له خاورې شوی. دا خبره ځکه مخ ته راووته چې کورنيو چارو وزير سوال لاندې و چې ولې د امريکا بې پيلوټه د پاکستان حدودو ته ورننوتې؟ د دې سوال ځواب کې دا ويل شوي چې ګواکې بريد له افغانستان څخه شوی. بريد دننه پاکستان کې بې پيلوټې کړی او که له افغانستان څخه شوی وي، دواړو کې د پاکستاني حريم سپکاوی کيږي او که په جدي توګه دا پوښتنې مطح کوي نو دا خبرې يې قانع کوونکي ځوابونه نه دي.
پورتنی جريان ټول د دې لپاره دی چې پاکستان خپله نا خبري وښيي. دا چې پاکستان دې مسئله کې څه ډول دخيل دی، د دې کره دلايل نه شته. يوازې د جان کيري خبره د لاسوند په توګه پرته ده چې ګواکې دوی پاکستان د بريد په اړه اګاه کړی و. د پاکستان د دخل په اړه کره دلايل شته او که نه خو واقعيتونه تر هر څه ښه شاهدان دي او تر ټولو ښه دلايل.
دا يو واقعيت دی چې پاکستان پر خپله خاوره بريد په اړه امريکا سره معاهده لري. کله چې په وزيرستان بريدونه کېدل دا خبره ډېره روښانه ثابته شوه چې دا هر څه د پاکستاني چارواکو په اجازه دي. دلته يوه بله خبره هم په دې دلالت کوي او د يو قوي واقعيت په توګه يې يادولای شو چې د دې بريد په اړه چې څنګه د کورنيو چارو وزير تر پوښتنو لاندې دی، دفاع وزير څنګه د خير پر غونډۍ ناست دی؟ پوځ څنګه ځان جوابده نه بولي؟
د بريد په اړه اصل مسئوليت د دفاع وزارت او پوځ دی چې هوايي ځواکونه يې لومړي سر کې بايد وپوښتل شي خو داسې هيڅ اشاره پاکستانۍ رسنۍ نه لري چې پوځ څه ويلي که نه يا دفاع وزارت څه خبره لري که نه. همدا يو قوي لاسوند دی چې دا بريد د دواړو اړخونو په توافق شوی او کوردينات د پاکستاني پوځ دي.
که څه هم امريکا د پاکستاني حکومت پر وړاندې ځان هيڅ مسئول نه ګڼي خو ځينو مواردو کې د خلکو سترګو ته د خاورو شيندلو کوښښ کيږي. څو کاله مخکې چې ډمه ډوله کې پر يوې مدرسې بريد وشو، هغه مهال پښتونخوا کې د ملايانو حکومت و دوی ډېر شراو شور وکړ خو اخرنۍ خبره همدا راووته چې بريد د پاکستاني پوځ په کورديناتو شوی. همدا ډول چې په مهمندو کې امريکايانو پر پاکسانۍ پوستې بريد وکړ تر دېرشو زيات پاکستاني پوځيان يې ووژل. هغه مهال د پاکستان سياسي کړيو ډېر زور وواهه چې امريکا د بښنې يو توری وکاروي، امريکا دې ته هم تياره نه شوه.
واقعيت دا دی چې څه ډول امريکا افغانستان کې تصرف کوي همدا ډول يې پاکستان کې هم کوي. دا چې پاکستانی پوځ د بريد په اړه بيخي چوپه خوله دی د هغې معاهدې خبره ده چې دوی يې امريکا سره لري. معاهده به ځکه ووايو چې دوی هر اقدام ته يو رنګ ورکول غواړي که نه امريکا په خپل سر همغه څه پاکستان کې کولای شي چې افغانستان کې يې کوي.
موږ ته د د دوه زره يوولسم پېښه ياده ده چې د امريکا چورلکو د پاکستان دننه سلګونه کيلو متره مزل وکړ او ايبت اباد کې يې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په نښه کړ. دا ټول واقعيتونه دا ښندي چې ګواکې د ملا منصور په وژنه کې د پاکستاني حکومت، پوځ او استخباراتو لا علمي يو بهانه ده چې دوی دا «بې ننګي» نه ده کړې.
دلته يوه خبره يادول غواړم چې داسې مسايل که هر ډول په سياسي لحاظ جر وبحث لاندې راشي، د دې خبرو تاريخي حيثيت او شننه بيا داسې نه وي. تاريخ په خپله ژبه او د خپلو دلايلو په بناء تحليليږي. نن که پاکستان دا خبره پټول غواړی نو سبا يې نه شي پټولی. دا خبره به يو مهال په تاريخي لحاظ ډېره رڼه وي او راتلونکي پاکستاني نسلونه که د پردي مروت افسانې لولي هم په خپله دغه بې ننګۍ به يې مخ ته نيولي کتاب ته سر ځوړند وي!