روانې چارېسلايډ
د ملا اختر محمد منصور وصيت
احمد شاه درانی
د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د خپلې لنډمهالې مشرۍ پر مهال خپلو غړو او عموماً ټولو افغانانو ته د غږېزو او ليکنيزو پيغامونو له لارې په مختلفو وختونو کې وصيتونه او سپارښتنې خپرې کړې دي. له دغو مختلفو پيغامونو څخه مو چې د ده د مشرۍ د پيل او د ختر مبارکۍ پر مهال يې خپرې کړې وي، د ملا اختر محمد منصور مهمې سپارښتنې راټولې کړې دي:
- مجاهدين بايد يو موټی او په خپل منځ کې سره متحد اوسي او تر هغې جهاد ته ادامه ورکړي چې په هېواد کې اسلامي نظام رامنځ ته کړي.
- مجاهدین باید د دښمن پوچو تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسي او د بد ګمانۍ څخه باید ځان وژغوري، الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ .
- مجاهدین باید ډیر متوجه وي چې د عملیاتو په وخت د بیګناه خلکو ویني تویې نه شي اسلامي امارت د خپل ولس د تحفظ مسؤلیت په غاړه لري او مجاهدين بايد د بې احتیاطۍ له امله د خلکو سر یا مال ته زیان ونه رسوي.
- مجاهدین بايد په هېڅ کار کې له خپله ځانه داسې اجرآت وکړي چې له مقدس شریعت سره په ټکر کې وي او یا مو داسې مصلحت سنجولی وي چې الله جل جلاله پرې ناراضه کېږي او ستاسو نفسونه پرې خو شحاله کیږي هغه که د خپلو ملګرو په منځ کې وي که له عام ولس سره وي، حتی د دښمن سره به داسی چلند نکوئ چې د الله تعالی ناراضي وركي راځي د نرمي پر ځای به نرمي کوئ او د سختي پر ځای به سختي کوئ هر عمل به د اسلامي قانون او نبوي اخلاقو په رڼا کې کوئ.
- د هېواد د نوي نسل لپاره دیني او عصري زده کړې لوی او جدي ضرورت دی، زه د اسلامي امارت په مجاهدینو ږغ کوم چې په خپلو سیمو کې د دیني او عصري تعلیم لپاره زمینه برابره او مرسته ورسره وکړي.
- د هېواد پوهان، متدینه تعلیمي طبقه، ملي سوداګر، او ټول مسلکي او فني کسان، د دې هېواد د راتلونکي معماران دي مجاهدین به یې داستعدادونو قدراو د شتمنیو ساتنه کوي ټول دې په ډاډه زړه فعالیت او خدمت کوي.
- افغانان بايد هوښیار اووسي: د اشغالګرو هېوادونو خفيه کړۍ زموږ ملت په لوی لاس د قوم، قبیلې او سمت پالني په ناروغۍ اخته کول غواړي او زموږ د واحد هېواد تجزيې ته لاره هواروي، ان تردې چې اوس غواړي زموږ د تاريخي اسلامي هېواد اسلامي او افغاني تشخص هم متنازع کړي.
- امریکایانو ته وایو تاسو چې د سپتمبر د پیښې په پلمه افغانستان اشغال کړ نن له هغې ورځې څوارلس کاله تیریږي، د دې پر ځای چې تاسو د افغانستان په اشغال سره د سپتمبر د یوولسمې په څیر د نورو پیښو مخنیوی کړی وي، نن ستاسي د ژوند هره لحظه د نړۍ په هره برخه کې ستاسي لپاره د سپتمبر خونړۍ حادثه ده، هرځای تاسو تر برید لاندې يئ او ژوند مو په خطر کې دی ، تاسو ته په کار ده چې د دا شان حوادثو د مخنیوي او ځان د امنیت په غرض، په خپلو استعماري تګلارو باندې له سره غور وکړئ! نه دا چې د نورو ولسونو په وژلو او اشغالولو کې د خپل ځان د امنیت خیالي خوبونه ووینئ.
- باید مجاهدین وروڼه خپل جهاد د الهي کلمې د لوړوالي او خپلو ځوریدلو هیواد والو د آسودګي او خدمت په نیت پرمخ یوسي، د ولس د ځان ، مال او انساني حیثیت ساتل خپل شرعي او اخلاقي مکلفیت وګڼي، له هغوی سره په تعامل کې له عطوفت ، مهرباني او خواخوږي څخه کار واخلي، د جهادي فعالیتونو په تر سره کولو کې ولسي حمایت د ځان او دعامومسلمانانو ستونزې له علمای کرامو، قومي مشرانو او ولسي متنفذینو سره په مشورې او تفاهم کې حل کړي، او له ولس سره دحاکم نه، بلکې د خادم په حیث چلن وکړي.