د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزې کمېټې له پنځمې غونډې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر اعزاز احمد چودري څرگنده کړې ده، چې د افغانستان د کړکېچ د له منځه وړو يوازينۍ لار خپلمنځي روغه جوړه ده او له دې پرته هلته امن نه شي ټينگېدی.
پاکستانی لوری دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې افغان حکومت ياده غونډه کې گډون د پاکستان چلن پورې تړلی و او ويلي يې و، چې تر څو پاکستان په دې اړه خپله ريښتونولي ثابته نه کړي، غونډه کې به گډون ونه کړو.
اعزاز احمد چودري اسلام اباد کې د افغانستان په اړه يوه سيمينار ته د وينا پر مهال زياته کړه، چې د څلور اړخيزه کمېټې غونډې کولی شي د افغانستان کړکېچ له منځه يوسي. هغه وويل: «د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا استازي گډې هڅې کوي، چې طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې پيل شي». د نوموړي په وينا که څه هم طالبانو د څلور اړخيزې کمېټې دغو هلو ځلو ته لا ځواب نه دی ويلي، خو دغه کمېټې تېره ورځ يو ځل بيا د ژر تر ژره خبرو اترو پيلولو لپاره د هڅو د غځولو ژمنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سکرتر پر هغو لوريو نيوکه وکړه، چې طالبان د دوی تر واک لاندې بولي او له همدې امله له پاکستانه ناشونې هيلې کوي. هغه وويل، د دغه ډول تورونو لگولو له لارې يوازې هغه خلک گټه پورته کوي، چې د افغانانو تر منځ سوله نه غواړي.
تېره مياشت ولسمشر غني پارلمان ته د خبyqB1و پر مهال پر پاکستان غږ وکړ، چې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د راوستو پر ځای دې د هغوی پر ضد پوځي عمليات وکړي، يا دې هغوی ونيسي او افغان حکومت ته دې يې وسپاري. خو پاکستان وايي، په دې اړه بايد څلور هيوادونه ټول يوه رايه ولري.