د بغلان د ولايتي شورا غړي خبر ورکوي، چې دې ولايت کې د دوه پوځي اډو له سلو ډېر امنيتي سرتېري لا هم د طالبانو په کلابندۍ کې دي. دوی وايي، دغه سرتېري له پنځو ورځو راهيسې کلابند دي. د ولايتي شورا غړو گواښ کړی، چې که حکومت د دې سرتېرو د ژغورلو لپاره هڅې ونه کړي، شونې ده ټول د طالبانو له لوري ونيول شي.
د بغلان د ولايتي شورا مرستيال محبوب الله غفاري وويل: «له پنځو ورځو راهيسې دوه پوځي اډې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او طالبان هره شپه پر دغو اډو بريدونه کوي. يو سرتېری وژل شوي او څو نور ټپيان دي، خو دوی نه شي کولی ټپيان ولېږدوي. که بغلان ته ژر مرستندويه ځواکونه ونه لېږل شي، وضع به ډېره خرابه شي».
د ولايتي شورا يو بل غړي اسد الله شهباز وويل: «حکومت د دې سرتېرو د ژغورلو لپاره هيڅ گام نه دی پورته کړی، نه ورته پاملرنه کوي. له بل پلوه جگړې د بغلان خلکو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي».
د بغلان د ولايتي شورا غړي په داسې حال کې دا څرگندونې کوي، چې چارواکو تېره ورځ ادعا وکړه، چې بغلان کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې اتيا تنه سرتېري ژغورل شوي دي. خو چارواکو د ولايتي شورا د وروستيو څرگندونو په اړه څه نه دي ويلي.