امريکايي فيلسوف: نړۍ د اتومي جګړې له ګواښ سره مخ ده
نوام چامسکي، د امريکا مشهور فيلسوف او د سياسي چارو شنونکی، وايي چې د امريکا او روسيې ترمنځ شخړه ښايي د داسې جګړې لامل شي چې نړۍ نابوده کړي.
هغه دغه څرګندونې له امريکايي چينل «ډيموکراسي ټوډي» سره کړې دي. هغه زياته کړې چې د جګړې خطر د روسيې په پولو کې دی او دواړه خواوې داسې تعامل کوي چې اتومي جګړه حتمي کوي.
چامسکي ويلي چې يوازې امريکا خپل نظامي حضور څلور چنده کړی دی او روسيه هم د خپل پوځي ځواک له پاره ډېر کار کوي. دغه راز ناټو هم د روسيې په پولو کې هستوي راکټونه وضعه کړي چې دا د روسيې د ډېرې اندېښنې لامل ګرځي. د دې په تړاو د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين ويلي دي چې د خپل هېواد پر وړاندې به د ناټو هر ډول ګواښ خنثا کوي.
دغه امريکايي فيلسوف دغه راز ويلي دي چې په امريکا کې ټاکنې هم نړۍ ته يو ګواښ دی. هغه ويلي چې د ديموکراتانو د کانديد، برني ساندرز ملاتړ کوي او د ټرامپ پر وړاندې د هيلاري کلنټن ملاتړ کوي. چامسکي وايي چې ټرامپ نړۍ ته ګواښ دی.