پر ټوټاپ پروژې اعتراض کوونکو هزاره گانو لاريون پيل کړ
کابل مېشتو هزاره گانو د ترکمنستان برېښنا د پروژې د مسير په اړه اعتراضي لاريون پيل کړ او غوښتنه کوي، چې دغه پروژه بايد د باميانو پر لاره پلې شي.
ټوټاپ د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د برېښنا پروژه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي.
دغه برېښنا له ترکمنستان څخه بغلان او بيا د سالنگ له لارې کابل ته راځي.
د ټوټاپ دغه پروژه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرستيال قسيم فهيم په لاسليک د سالنگ له لارې کابل ته غځول کيږي، مگر د باميانو اوسېدونکي وايي، چې د ټوټاپ پروژې مزي بايد د باميانو له لارې تېر شي.
د برېښنا وزارت ټينگار کوي، چې د ټوټاپ پروژې د عملي کولو لپاره د باميانو په پرتله د سالنگ لاره لنډه ده.
هزاره لاريون کوونکو له پل سوخته خپل لاريون پيل کړ، تر ده افغانانو رسېدلي او هڅه کوي، چې تر ولسمشرۍ ماڼۍ ځانونه ورسوي.
لاريون کوونکي ټينگار کوي، چې د باميانو او ميدان وردگ خلک حق لري، چې د خپل حق لپاره مبارزه وکړي او تر وروستۍ سلگۍ به د خپلو حقونو لپاره هڅې کوي.
د کابل امنيتي چارواکو رسنيو ته وويل، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره بشپړ تياری لري او هېڅوک نه شي کولای، چې تاوتريخوالي ته لمن ووهي.
ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، ولسمشر غني امر کړی، چې د ټوټاپ پروژې په اړه دې خپلواک کميسون څېړنه وکړي او د روانو ناندريو د له منځه وړلو لپاره دې د حل لارې چارې ولټوي.
ولسمشر غني وايي، چې له دغې پروژې نږدې شپږ ميليونه افغانان گټه پورته کوي او هېڅوک بايد د دې ملي پروژې د تخريب هڅې ونه کړي.