څه ډول کولی شم چې د نړۍ له ښایسته مېرمنې سره واده وکړم؟
د پنځویشتو کلو یو دنگ ځوان خپلې سیمې کې یو عالم ته وویل: «کله چې مې مېرمن انتخاب کړه نو فکر مې کاوه چې دېته ورته پېغله به نړۍ کې نه وي، کله مو چې کوژدنه وکړه نو پوه شوم چې دېته ورته مېرمنې نړۍ کې شته دي او کله مو چې واده وکړ نو دېته ورته ډېرې مې نړۍ کې ولیدې او کله چې د واده مو څه موده تېره شوه نو پوه شوم چې د نړۍ ټولې مېرمنې له دې څخه ښایسته دي».
عالم د دې ځوان په ځواب کې وویل: «غواړې چې له دې هم په تریخ حقیقت پوه شې؟»
ځوان وویل: «هو، غواړم»
عالم وویل: «که چېرې د نړۍ له ټولو ښځو سره هم واده وکړې نو پوه به شې چې ستا د کلي کوڅه ډب سپي له دوی څخه ښایسته دي»
ځوان په تعجب سره وویل: «داسې ولې وايې»
عالم ورته وویل: «ځکه چې ستونزه تا کې ده کله چې زړه طمعه کوونکی وي او سترگې بې حیا نو هغو انسانانو کې له خدایه شرم نه وي، د هغوی سترگې یوازې د گور خاورې مړوای شي بل څه نه، نو غواړې چې مېرمن دې د نړۍ ښایسته ښځه شي؟»
ځوان وویل: «هو»
عالم وویل: «نو خپلې سترگې د نورو له نامحرمو څخه ساته»
دغسې ده، له نامحرمو څخه د سترگو ساتلو کې یوه فلسفه دا ده.
او که نه د انسان سترگې او شهوت په دې نړۍ کې نه مړېږي.