وسله والو طالبانو تېره شپه په يوه بريد کې اوولس تنه پوليس وژلي دي او وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
د هلمند يوې امنيتي سرچينې رسنيو سره خبرو کې ويلي، طالبانو د گرشک ولسوالۍ په بلوچانو سيمه کې پر دوو امنيتي پوستو بريد وکړ، چې په کې شته ټول پنځلس پوليس يې ووژل او د هغوی وسلې يې له ځان سره يووړې.
بل لور ته د نادعلي په چاه انجير سيمه کې پر يوه پوسته د طالبانو بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر د پېښو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې گڼ شمېر پوليس په کې وژل شوي، خو کره معلومات يې نه لري.
ښاغلي شاکر د هلمند وضعيت خورا خراب وباله او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونه له دفاعي حالته ونه وځي، هلمند به له سختو ستونزو سره مخ شي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پېښو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې شپاړلس ميله وسله يې هم نيولې ده.