خبرونهسلايډ

شکيلا ابراهیم‌خېل «مبارزه پرېښوده»

شکيلا ابراهیم خیل د طلوع ټلویزیون له هغو مخکښو ښځینه خبریالانو څخه ده چې دمګړۍ په ترکیه کې د اروپا په هیله د انتظار شېبې شماري. ابراهیم خیل تېر کال په یوه مرکه کې ویلي و، چې همېشنی شعار یې دا دی چې «د ژوند دویم نوم مبارزه ده». خو داسې ښکاري چې دغه مبارزه نوره پرېښودل شوه. ابراهیم خیل وړاندې ویلي و چې د خبریالۍ په کار کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوې ده؛ خو کار ته یې ادامه ورکړې ده.

په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې د طلوع ټلویزیون دغې نوموتې خبریالې وطن پرې ایښی او په ترکیه کې اروپا ته د وراوښتو په تمه مېشته ده.

آغلې ابراهیم خیل هغه مهال ډېره مشهوره شوه چې د امنیتي تړون له مخالف، پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې په ارګ کې تېزې خبرې وکړې.
آغلې ابراهیم خیل هغه مهال ډېره مشهوره شوه چې د امنیتي تړون له مخالف، پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې په ارګ کې تېزې خبرې وکړې.

شکيلا ابراهیم خیل نهه کاله وړاندې د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغه شوې او له فراغت راهیسې يې د خبریالې په توګه کار کړی.

شکیلا د طلوع ټلویزیون له هغو خبریالانو څخه وه چې په ۱۳۹۳م کال کې له امریکا سره لانجمن امنیتي تړون ته کمپاین کاوه. آغلې ابراهیم خیل هغه مهال ډېره مشهوره شوه چې د امنیتي تړون له مخالف، پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې په ارګ کې تېزې خبرې وکړې. شکيلا له حامد کرزي وغوښتل چې تړون لاسلیک کړي، چې د کرزی غوسه یې راوپاروله.

کرزي وېره څرګنده کړې وه چې د امنیتي تړون د لاسلیکېدو برسېره به امنیت نه وي راغلی.

شکيلا یوه له هغو خبریالانو څخه ده، چې د تېرې جنورۍ پر شلمه د طلوع ټلویوزیون پر یوه کاسټر موټر د طالبانو له برید وروسته وطن پرېږدي. طالبانو پخوا طلوع او یک ټلویزیونونو ته ګواښ کړی و. د جنورۍ د شلمې برید کې د طلوع اووه تنه کارکوونکي وژل شوي او شل تنه نور ټپیان وو.

شکیلا چې له ځینو خبریالانو سره خبرې کړي، ویلي دي چې د اوس لپاره یې افغانستان د کوچنیانو لپاره خوندي ځای نه دی.

طلوع ټلویزیون تر اوسه د خپلې خبریالې د تللو په باب څه نه دي ویلي.

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button