ټولنه

مشهور فلمي ستوری: له رسول الله يې زده کړئ

د بلجيم مشهور فلمي ستوری وان ډېم په يوه ټلويزيوني مرکه کې ځوانانو ته د روغتيايي سپارښتنو پر مهال وويل چې د اسلام له پيغمبر، محمد ﷺ څخه يې زده کړئ.

هغه په دغه ډول څرګندونو خپل ډېری شايقين حيران کړل. وان ډېم دغه خبرې له ام بي سي مصري ټلويزيوني شبکې سره د «هو زه مشهور يم» په نامه پروګرام کې وکړې.

ډېم ځوانانو ته سپارښتنه کوله چې روغتيايي خواړه وخوري. هغه ويل چې بايد غوښه ډېره ونه خوړل شي. د ده له نظره په اوونۍ کې بايد يو وار غوښه وخوړل شي. له دې خبرو وروسته، هغه وويل چې د اسلام پيغمبر ډېر ځيرک و، هغه پوهېده چې د بدن راتلونکي ته څه ګټه ور دي او بايد له څه استفاده وشي.

هغه زياته کړه چې تاسې د حضرت محمد ﷺ او مسلمانانو په اړه ډېره مطالعه وکړئ، ډېر څه به تر لاسه کړئ. وان ډېم وايي چې پخوا هر خواړه ګټور وو او خلکو عموماً داسې څه خوړل چې بدن ته يې تاوان نه لاره.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button