راپور: عبيدالله ساحل
نړيوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد کې د 2016/4/25 نېټه د کلتوري اونۍ د نمانځنې په تکل پراخ مراسم نيول شوي وو، چې پکې د ګڼو هيوادونو تر څنګ افغان محصلينو هم ګډون کړی وو.
ياد مراسم، چې د دوشنبې ورځ سهار پيل شول، تر ټيټ مازيګر پورې يې دوام وکړ، د هر هيواد محصلينو په يو ځانګړي ځایونو کې د خپل هيواد کلتوري اثار راټول کړي وو او نندارې ته يې وړاندې کول.
اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلينو اتحاديې هم د دغه ورځې په مناسبت پراخ ترتيبات نيولي وو، د خپل وياړلي تاريخ ګڼ کتلوري وياړونه او اثار يې نندارې ته وړاندې کړل، چې تماشه چيانو يې په ډير شوق او حيرانتيا سره تماشه کوله.
کلتوري غذا، د هيواد قيمتي ډبرې، لاسي صنايع، د نيکونو انځورونه، زيورات، وطنۍ قالينې، وچې ميوې، شلخي ټوپکې او نور ګڼ شمېر تاريخي اثار يې نندارې ته وړاندې کړل؛ نندارتون کې د خټو هغه کور چې فهيم عثمان او خالد کمالي په خپلو خيالي ګوتو جوړ کړی وو، د نندارتون ښکلا نوره هم زياته کړې وه.
همدا راز د سټيج تر شا قاري صاحب کليم الله او فهيم عثمان د خپل دولس کسيز ټيم سره ګډونوالو ته د هيواد ملي ترانه زمزمه کړه، چې تر پايه ورته اوريدونکي ګوته په غاښ ناست وو.
پاتې دې نه وي، چې د افغان محصلينو لخوا لګيدلي نندارتون نه د افغانستان د لوي سفارت استازو ، د نړيوال اسلامي پوهنتون ادارې او نورو ګڼو داخلي او خارجي ميلمنو ليدنه وکړه او همدا راز د نندارتون مسؤلينو خپلو ميلمنو ته د هيواد کلتوري خوراکونه هم په پراخ دسترخوان مخې ته کيښودل.
ياد مراسم چې په نړيوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد کې د افغان محصلينو په همکارۍ او همغږۍ د افغان محصلينو اتحاديې د کلتوري څانګې لخوا ترتيب شوی وو، له نيکه بخته په ډير ښه توګه پای ته ورسيدل.