په تېرو څلورو میاشتو کې د پکتیکا درې پولیس مشران د ناامنۍ له امله بدل شوي دي. نوی ټاکل شوی پولیس مشر دولت خان ځدران د پکتیکا له خلکو سره نن ژمنه وکړه چې د پکتیکا کې امنیت راوړلو کې کوښښ کوي.
تر ځدارن مخکې د دې ولایت د پولیسو مشر زړور زاهد وو چې د امنیت په راوستلو کې ناکام شو او له دې ولایت څخه ننگرهار ولایت ته تبدیل شو.
د پکتیکا والي امین الله شارق نن په ښرنه کې د یوې غونډې په ترڅ کې دولت خان ځدران نوې دندې ته ور وپېژانده. د شارق په وینا تېرو پولیس مشرانو ډېره هڅه وکړه چې د دې ولایت په امنیت کې ښه والی راوړي.
د شارق په وینا دولت خان ځدران د دې ولایت په پولیسو کې پنځه کلنه تجربه لري نو کولی شي چې د امنیت په راوستو کې رغنده رول ولوبوي.
ځدران همدراز وویل: «زه خپل کوښښ کوم چې د دې ولایت اوسېدونکي په امنیت او ارامۍ کې ژوند وکړي».