نثر

موږ رښتيا هم باتوران يو؟ / اجمل ښکلی

ژاک بادريلا فرانسوى عالم دى، چې د کويت پر سر يې د امريکا او عراق پر جګړه او ٩/١١ ليکل وکړل. د نوموړي دې خبرې د نړيوالو پام راواړوه، چې د صدام او امريکا ترمنځ بېخي هغه جنګ شوى نه دى. نوموړي وويل، چې د صدام استازي عراقي پوځ کوله او د امريکا استازي درنو وسلو؛ خو رسنيو چې دا جګړه څنګه وړاندې کړه، په واقعيت کې هغسې نه وه.
د نوموړي په اند په پوسټ ماډرنيزم کې د رسنيو نقش ډېر فعال دى. رسنۍ واقعيتونه داسې مسخه کړي، لکه بېخي چې نه وي واقع شوي يا لکه خيال چې وي؛ خو دروغ داسې وړاندې کړي، چې ځيرک ذهنونه پرې هم د واقعيت ګومان کوي او داسې د خلکو ذهنونه په لاس کې واخلي چې کومه خوا يې زړه وي، روان يې کړي.
همدا علت دى، چې رسنۍ په هر ټولنيز بدلون کې، هغه که سياسي وي، که بل فعال او لوى نقش لوبوي او داسې پېښې رامنځته کوي، چې زړه يې غواړي.
اوس چې د تبليغ امکانات ډېر شوي او ډېرو لرو پرتو سيمو ته په څو دقيقو کې خبر رسي؛ د رسنيو ونډه فعاله ده. پخوا همدا کار کيسو او تاريخونو کاوه.
فريدالدين عطار چې په خپله تذکرة الاولياء کې د مسلمانو صوفيانو په اړه کوم معلومات وړاندې کړي، زياتره پر خوله په خوله راغليو روايتونو ولاړ دي. په دې روايتونو کې حقايق مسخه شوي دي، له همدې امله د عطار تذکره د افسانو په يوه کتاب اوښتې ده.
موږ په ورځني ژوند کې هم که له چا سره ډېره مينه کوو يا ورته احترام لرو، د هغه شخصيت ته وزرونه ورکوو او دومره يې لايق، بااخلاقه او شتمن معرفي کوو، چې پر وړاندې يې نور انسانان راته ډيوې ښکاره شي. همداسې له خپل دوښمن سره هم کوو، مثبت اړخونه يې داسې ورک کړو، چې دوښمن راته د شيطان ورور ښکاري.
د واقعيتونو د مسخه کولو موثره لار تاريخونه دي. موږ داسې فکر کوو، چې تاريخونه راته واقعيتونه وايي؛ خو که د واقعيتونو له زاويې نه تاريخونو ته وګورو، پوهېږو، چې تاريخونه واقعيتونه مسخه کوي. تاريخونه لکه نننۍ رسنۍ، چې واقعيتونه څنګه زړه غواړي، هغسې راپېژني.
زموږ شفاهي او ليکني تاريخونه زموږ د باتورۍ له کارنامو ډک دي. موږ سکندر ته سد(دېوال) شو، موږ تيمور ګوډ کړ، مغول مو تباه کړل. انګرېزان مو په ارام پرېنښودل؛ خو که دا خبرې سرچپه کړو، ښايي، واقعيت راته په يوه بله بڼه راڅرګند شي. مغولو موږ په خپله سيمه کې تباه کړو، انګرېزانو موږ کرار پرېنښودلو او ويې ځپلو، بېل يې کړو او اېل يې کړو. دا سمه ده، چې د شوروي په يرغل کې زموږ وطن تباه شو؛ خو د شوروي په ګونډو کولو کې موږ يوازې نه وو، د نړۍ پوره يو اړخ راسره و.
زموږ ګړنيو او ليکنيو ادبياتو هم دا کار کړى دى. له لنډيو نه واخله تر کيسو، تر نکلونو او تر ليکنيو ادبياتو هر چېرته د پښتنو زلمو په ننګ او باتورۍ خبرې شته. د خوشال بابا دا بيت خو مشهوره دى:
تر مغولو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه واى څه هوښيار
موږ رښتيا هم بهادرۍ ښودلې دي؛ خو څو نيوکې کېداى شي. موږ ولې سر په تلي کې ګرځو، يو علت يې شايد زموږ غرنى پاتې ژوند وي، چې د ژوند په نامه په موږ هسې تور دى. موږ چې د ښه ژوند څکه نه ده کړې، چندان اهميت راته نه لري او ښايي د جنت په بيه يې په اسانه په مرګ وپلورو.
زموږ کلچر هم موږ نامعقولې بهادرۍ ته هڅولي يو. په پښتنو کې که څوک له جګړې تېښته وکړي، بې غيرته ګڼل کېږي او په ټولنه کې يې حيثيت ته زيان رسي، ګنې که ځير شو، تر حيثيت لومړى د ژوند بقا اړينه ده. که څوک په جنګ کې تورې ووهي يا پکې مړ شي؛ نومونه يې په سندرو او په وير کې يادېږي او په تاريخ کې ثبتېږي.
يار مې په جنګ کې تېښته وکړه
په بېګانۍ ورکړې خوله پښېمانه يمه
…………………
پرهر پرهر په توره راشې
چې پرهرونه دې ګنډم، خوله درکومه
خو څرنګه چې زموږ روايتونه او تاريخونه وايي، موږ همېشه بهادرۍ نه دي کړي، د جګړې له ډګره مو تېښته هم کړې ده، مړه شوي هم يو، ماتې مو هم خوړلې ده او د دوښمن په لاس غلامان شوي هم يو، وطن مو هم لاندې شوى. د پښتنو پر سيمو د سيکانو له تسلطه راواخله تراوسه پورې او تر هغې مخکې موږ د نورو ولسونو غوندې همداسې لوړ زوړ ليدلي دي. ځينې ښايي د دې ماتو لوى لامل د خوشال بابا غوندې د پښتنو نفاق وبولي؛ خو دا نفاق ګنې په نورو قومونو کې نه شته؟
زموږ هر کار ولې تر نورو ممتاز وي، بهادري خو پرېږده، زموږ نفاق هم ممتاز او له خپل نفاقه لاشعوري خوند اخلو. ځواب اسانه دى، هر ولس ځان تر نورو ممتاز ګڼي؛ خو له نورو قومونو سره يوه لاسته راوړنه خو وي، زموږ لاسونه ولې خالي دي؟
نور قومونه هم زړور او بې زړه خلک لري، نفاق پکې وي؛ خو د هغوى کلچر بشرپالنې ته نېژدې وي او په خپل کلچر کې وخت په وخت بدلون راولي، ناسم اړخونه ترې لرې کوي.
دا زموږ د تاريخونو مسووليت دى، چې زموږ ټول فرهنګي تحول ته له نوې زاويې وګوري او د قوم د غره کولو او پړسولو پرځاى يې خپلو کمزوريو او عيبونو ته ځير کړي. موږ ته چې تاريخونو کومه باتوري راکړې، دا هم د تاريخ لپاره يوه ښه موضوع ده، چې ويې څېړي او واقعيتونه رابرسېره کړي، چې زړورتيا څه مانا او موږ څومره زړور يو؟
په دې طريقه به د خپلو بې زړورتوبونو په اړه هم ډېر مواد ترلاسه کړو.
بله نيوکه د باتورۍ پر تعريف ده. د پخواني ذهنيت پر بنسټ که يو سړى په جګړه کې تکړه وي او له دوښمنه يې سترګه ونه سوځي؛ هغه زړور سړى دى. دا زړورتيا بېخي د وېرې په تضاد کې ده؛ خو موږ په دې نه پوهېږو، چې ويره د انسان فطرت دى. له انسان سره تل د ځان او د خپلې کورنۍ د بقا وېره وي. که دا وېره نه وي، د زړورتيا اړتيا نه شته. دا وېره چې شديده شي؛ انسان بيا مرګ ته غاړه غړۍ ورځي او هر ډول عواقب مني. خو دا کار په هره ټولنه کې شونى دى.
موږ چې د تاريخ په اوږدو کې منظم نظام نه دى لرلى او قبايلي ژوند ته مو ترجيح ورکړې، اړ شوي يو، چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ د بقا لپاره سرښندنې وکړو؛ خو نورو ټولنو چې يوه نظام ته سر ټيټ کړى او له نظامه يې هيله کړې، چې د ده د حقونو پوښتنه وکړي؛ نو د باتورۍ لپاره ورته تعريف نه لري.
اوس زموږ نيوکه رڼه شوه، چې د باتورۍ لپاره زموږ تعريف انټيک دى. موږ ته خپل شاوخوا قومونه په فردي ازاديو او نورو کلچري خصوصيتونو بې غيرته ښکاري. د خپلې کورنۍ پر افرادو او ښځو راته زور زياتى غيرت او ننګ ښکاري؛ خو نور قومونه چې د زړوتىا لپاره معلوم او معقول تعريف لري؛ تر موږ ممتاز دي، بلکې پر موږ مستقيم او نامستقيم واک چلوي. که باتوري راسره په پرمختګ کې مرسته ونه کړي؛ باتوري نه ده.
پر دې سربېره چې زموږ تاريخ او روايتونو، بلکې ټول فرهنګ زموږ باتوري پالش کړې او ناباتوري مو يې مسخه کړې، پخپله د باتورۍ تعريف هم موږ د خپل کلچر له مخې ثابت ګڼلى.
نور ملتونو د خپلو حقايقو او د خپلو حقايقو د اساساتو لپاره وخت په وخت نوي تعريفونه وضع کوي. موږ اوس هم زړورتيا په جنګ کې لټوو او يوازې فزيکي او فردي زړورتيا ته باتوري وايو؛ خو نور خلک پوه شوي دي، چې غيرت د عزت په ژوند کې دى. باتوري دا ده، چې خپلو خلکو او خپل هېواد ته په هر ډګر کې کار وکړو، په علمي او فرهنګي لحاظ يې د پرمختللو هېوادونو په ډله کې ودروو.
د پېغمبر د يوه حديث مانا ده، چې باتور هغه دى، چې صبر وکړي. دا زموږ د کلچر بېخي مخالفه معنا ده، ځکه موږ د څپېړې ځواب په سوک او د سوک ځواب په لغته ورکوو او په دې طريقه خبره ټوپک ته ورسي او په عمري دوښمنيو واوړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button