ايران له اتومي تړون څخه ناوړه استفاده کوي
امريکايي ليکوالې جنيفر روبين واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، ايرانيان اتومي تړون په سيمه کې د خپل واک د پياوړي کولو لپاره لومړی گام بولي او ايران په لوی لاس د خپلو گاونډيانو د پارولو هڅې کوي.
جنيفر زياتوي، چې ايران وخت په وخت د نوو توغنديو ازموينې کوي او له دې لارې يې د خپلو گاونډيو اندېښنې راپارولي دي.
د ليکوالې په وينا ايران غواړي، چې غربي هېوادونو سره خپلې اړيکې سمې کړي او متحده ايالتونه دې ته اړ کړي، چې په ډېرو خبرو کې د ايران پر وړاندې له سختۍ لاس واخلي.
جنيفر روبين ليکلي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما غواړي، چې له منځني ختيځ څخه ووځي او دې کار خليجي هېوادونه اندېښمن کړي دي.
ليکواله وايي، چې اوباما په سيمه کې د ايران «له بدمعاشي» سترگې پټوي او څه موده وړاندې، چې ايران د نوو پرمختللو توغنديو ازموينه وکړه، د امريکا دفاع وزارت وويل، چې دې ايران د اتومي وسلو د جوړولو پر لور گام واخيست او کانگريس څخه يې غوښتنه وکړه، چې پر ايران نوي بنديزونه ولگوي.
ليکواله وايي، چې د ايران او امريکا ترمنځ د شوي اتومي تړون ډېر بندونه لا هم مبهم دي او ايران هڅه کوي، چې دغه مبهم بندونه د خپلې گټې لپاره وکاروي، چې له امله يې سپينه ماڼۍ اړ ده، چې پر دغه تړون له سره کتنه وکړي.
د مقالې په پای کې ليکوالې ويلي، چې د دې ستونزو او لانجو د مخنيوي يوازينۍ لاره دا ده، چې امريکايي کانگريس پر ايران نوي بنديزونه ولگوي او د اتوموي تړون په اړه له سره غور وکړي.
بل پلو د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم واشنگټن پوسټ ته په خپله مقاله کې ټينگار کړی، چې هېواد يې اړ دی، چې خپله دفاع نوره هم قوي کړي او لامل يې دا دی، چې د سيمې د هېوادونو د جگړهييز فکر مخه ډب کړي او هغه د اتيايمو کلونو تجربه يو ځل بيا تکرار نه شي، چې د عراق پخواني ولسمشر صدام حسن پر ايران د توغنديو باران کړی و.
جواد ظريف وايي، هغه مهال صدام حسين پر ايران کيميايي وسلې وکارولې، مگر هېچا يې مخه ونه نيوله، بلکې غرب نور هم په ملا وټپاو.
د ايران بهرنيو چارو وزير گيله کړې، چې دوی د خپلې اړتيا وړ دفاعي توکي د بنديزونو له امله له بهرنيو هېوادونو نه شي راغوښتی، په داسې حال کې، چې د دوی گاونډي هېوادونه هر ډول پرمختللې وسلې پېري.
د جواد ظريف په وينا د ايران دفاعي بودجه د گاونډيو هېوادونو په پرتله ډېره کمه ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د عربي نړۍ او سيمې هېوادونو ته په اشاره وويل، چې په عامه ځايونو کې پراخې چاودنې او جگړې کېږي او سره له دې، چې پر ايران د دغو جگړو او چاودونو تورونه دي، د ايران حکومت په خپل هېواد کې خوندي امنيت ساتلی او د ايران په لروبر کې هر څوک خوندي ژوند کوي.