خبرونهسلايډ

د ملي وحدت د حکومت نوې لاره

سرنوشت ورځپاڼه 

په کابل کې له خونړي برید څخه وروسته د ملي وحدت د حکومت دریځ عجیب او غریب دی. داسې ښکاري چې حکومت غواړي د خلکو احساساتو ته ځواب ووايي، خو بیا هم تېروتنه کوي. له برید وروسته حکومتي چارواکي د تل په شان وايي چې دا برید له کرښې هاخوا پلان شوی و او ددې برید تر شا پردیو استخباراتو لاس و. د چارواکو اشاره د پاکستاني استخباراتي ادارې ده، خو نوم یې نه اخلي. دغه راز چارواکي وايي چې افغان دولت به له دې وروسته جګړې ته په جګړې ځواب ورکوي او د جګړې په ډګر کې به پر وسله والو مخالفينو زړه سوى نه کوي، ځکه طالبانو د سولې لار پرېښې او جګړه يې غوره کړې ده.

د ملي وحدت د حکومت اصلي او بنسټیزه ستونزه دا ده چې پرېکړې یې بېړنۍ او احساساتي وي. له همدې امله هر ګام چې اخلي پر مخ لویږي او د دوی له لوېدو سره ملت هم لویږي. د ټول ولس د خوښې او غوښتنې خلاف د ملي وحدت حکومت د خپل کار په لومړیو کې له پاکستان سره په یوه ناوړه معامله کې تر حده زیات مخکې ولاړ. خبره ان امنیتي هوکړه لیک ته ورسیده چې پر اساس یې د پاکستان استخباراتي ادارې د ګونګو او غیر عملي ژمنو په بدل کې ډېر څه تر لاسه کول. ولس او ځینو رښتینو سیاستوالو له سره ددې معاملې مخالفت کاوه، حکومت ان دا کار پټ کاوه، خو له سترو زیانونو وروسته اړ شو چې په شاتګ وکړي او د ولس خبره ومني. حکومت له خپلې لومړۍ تجربې بیا هم ګټه پورته نه کړه او د سولې په نوم په یوه غولوونکې لوبه کې بیا ور ګډ شو. د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې د ملي وحدت حکومت نه یوازې دا چې موږ د جګړې تر ګرم ډګره را ورسولو، بلکې پر پاکستان یې د افغانستان او نړۍ له اړخه راغلي فشارونه کم کړل. د سولې د څلور اړخیزو غونډو پایله هم اوس دا ده چې وحشت لا زیات شو. اوس دا دی بیا وايي چې پر جګړه تمرکز کوو.
د ملي وحدت حکومت نه په سوله کې بریالی دی او نه په جګړه کې، ځکه چې نه یې سولې ته د رسیدو لاره سمه ده او نه یې د جګړې ډول د امن او ثبات لامل کیږي. د سولې په تړاو د یوازې د پاکستان ژمنې بسنه نه کوي، بلکې اصلي خبره له امریکا سره ده. له بده مرغه د ملي وحدت حکومت د امریکا پر وړاندې یوه خبره هم نه کوي او ان کومه جدي غوښتنه ترې نه کوي. سره له دې امریکا له دې حکومت پوره خوشاله ده او امنیتي تړون یې هم ورسره لاسلیک کړ، خو دا حکومت له امریکا په جدي ډول دا غوښتنه نه کوي چې پاکستان دې په سوله کې همکارۍ ته اړ کړي. دا حکومت له امریکا د امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې هم جدي غوښتنه نه شي کولی او نه یې کړې ده. نو له همدې امله نه مو د سولې لاره بریالۍ ده او نه مو د جګړې لاره. تر هغو چې په سوله او یا جګړه کې امریکا رښتینې مرسته ونه کړي او یا اړ نه شي چې رښتیني مرسته وکړي، نو نه به سوله وي او نه به په جګړه کې بریا. له همدې امله حکومت باید د امریکا پر وړاندې داسې تسلیم نه وي او د امریکا له هغه مجبوریت څخه باید ګټه واخلي چې په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د حضور په تړاو لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button