د گلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي په راتلونکي نږدې وخت کې کابل ته يو بل لوړ رتبه پلاوی استوي.
د حزب يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، د حزب په دې پلاوي کې درې لوړرتبه کسان شامل دي. سرچينه وايي، د دې پلاوي مشري د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير کوي او پلاوي کې د حزب د اجراييه شورا غړی قاضي حکيم او استاد علي انصاري هم گډون لري.
سرچينې څرگنده کړې ده، د حزب اسلامي دغه پلاوی د ولسمشر غني په بلنه کابل ته ځي او هلته به له ولسمشر، اجرايه رييس او د سولې د عالي شورا غړو سره وگوري.
د حزب اسلامي يو بل پلاوي له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت مشرانو سره څو غونډې کړې دي او دواړه لوري خوشبين دي، چې د سولې خبرو کې يې پرمختگ کړی دی.
حزب اسلامي په داسې حال کې کابل ته د دوهم پلاوي د استولو وايي، چې د ملي يووالي حکومت څو ورځې وړاندې وويل، د حزب اسلامي پر غوښتنو به هغه وخت غور وشي، چې وسله پر ځمکه کېږدي.