د ملي يووالي حکومت چارواکو د کابل له وروستۍ پېښې وروسته ويلي دي، چې: «لومړيتوب يې جگړه ده» او د سولې په اړه به وروسته غور کېږي.
د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند تواب غورځنگ نن د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرايه رياست او سيمهييزو ارگانونو وياندويانو سره په گډه کابل کې يوه خبري کانفرانس ته وويل، د دې شورا سلاکار ښاغلي حنيف اتمر چينايي چارواکو ته ويلي، د دولت لومړيتوب جگړه ده او پر سوله به وروسته غور کېږي.
ښاغلي اتمر زياته کړې ده: «د افغانستان حکومت د ترورستي اعمالو له ترسره کوونکو سره سوله نه کوي او لکه څنگه چې ولسمشر غني ويلي، د سولې راتلونکې نقشه او لاره به د جگړې ډگر کې د افغانستان وسله وال ځواکونه ټاکي، ځکه نو زموږ لومړيتوب جگړه ده».
د ملي امنيت شورا سلاکار دا څرگندونې وروسته له هغه کړي، چې د افغان سولې په اړه روان بهير کومه پايله ورنه کړه، وسله والو طالبانو پر خپلو شرطونو ټينگار وکړ او دولت او نړيوالو ملاتړو يې شرطونه ونه منل، وروسته دواړو لوريو د يو بل پر ضد د نويو عملياتو پيلول اعلان کړل.
د افغانستان د اجرايه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل په دې غونډه کې وويل، وسله والې ډلې د سولې ځواب په جنگ ورکوي، ځکه نو حکومت هم چمتو دی، د جنگ ځواب په جنگ ووايي. ښاغلي فيصل زياته کړه: «امنيتي ځواکونو ته امر شوی، له ټولو امکاناتو په گټه اخيستو په هر ځای او هر حال کې وسله وال کسان په نښه کړي او له منځه يې يوسي».
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند دواخان مينه پال هم د ولسمشر غني خبرې تکرار کړې، چې د کابل د پېښې قربانيانو د وينې انتقام به اخلي.
د کابل د وړمې ورځې پېښه کې طالبانو له شپېتو تنو ډېر ووژل او له درې سوو ډېر نور ټپيان شول. حکومتي چارواکو وويل، د پېښې ډېری قربانيان غير نظامي کسان دي، خو طالبان ټينگار کوي، چې وژل شوي کسان ټول د ملي امنيت غړي او امنيتي کسان دي.