افغانستانسلايډ

دولت د جگړې پنځه کلن پلان تصويب کړ

د افغانستان دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد پنځه کلن جنگي پلان تصويب کړ. ولسمشرۍ ماڼۍ تمه ښودلې، چې دې پلان سره به ټول هيواد کې امنيت رامنځته شي.

د ملي يووالي حکومت د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال ازادۍ راديو سره خبرو کې ويلي، د دې پلان له مخې به هرې هغې ډلې سره جگړه وشي، چې د دولت پر ضد جنگېږي. نوموړي زياته کړې ده: «څوک چې د ملي يووالي حکومت سره جگړه کوي، د خلکو دښمنان دي او موږ به يې پر ضد جگړه کوو».

ملي يووالي حکومت په داسې وخت کې له پنځه کلن جنگي پلانه خبر ورکوي، چې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د «عمري» په نامه خپل نوي عمليات پيل کړل، د طالبانو مشر پخوا پر خپلو پلويانو غږ کړی و، چې «پر دښمن وروستي گذار ته چمتو والی ونيسي». خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د طالبانو له لوري د نويو عملياتو اعلانول تبليغاتي جگړه وبلله او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونه د هر ډول ننگونو مقابلې ته چمتو دي.

د ارگ مرستيال وياند د نوي پلان په اړه وايي: «په ټوله کې دا يو بريالی پلان دی او هيله ده، په پلي کولو به يې ټول هيواد کې امنيت ټينگ او د وسله والو له لوري نيول شوې سيمې بېرته د هغوی له ولکې وويستل شي». ارگ دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملي يووالي حکومت لوړ پوړي بهرني ملاتړي روان کال افغانستان لپاره د تېر کال په پرتله له جگړو او ننگونو ډک بولي او ځينو خو لا د سياسي سقوط وېره څرگنده کړې ده.

د جگړې دغه پنځه کلن پلان تېره ورځ د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې تصويب شو.
د مينه پال په وينا پلان کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دښمن گواښونه ارزول شوي او پر ضد يې تياری نيول شوی دی او د وسله والو ځواکونو اړتياوې او کمزوريانې هم په نښه شوي دي.

د جگړې دغه نوی پلان افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت سره په گډه چمتو شوی دی او دولت يې په راتلونکي کې اغېزناک بولي، خو بل لور ته په تېرو مياشتو کې افغان دولت په گڼو ولايتونو کې د «جنگي تکتيک» په نوم له کليوالو او لرو پرتو سيمو امنيتي ځواکونه ويستلي، چې د چارو شنونکي د دولت د کمزورۍ په سترگه ورته گوري.

Related Articles

Back to top button