افغانستان

ايراني سرحدي ځواکونو اووه افغانانو ته مرگ ژوبله اړولې

د هرات چارواکو خبر ورکړی چې ايراني سرحدي ځواکونو د ايران او افغانستان پر پوله پر افغانانو ډزې کړي، چې له امله يې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

وژل شوي افغانان د هرات د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي دي او غوښتل يې له قاچاقي لارې ايران ته ولاړ شي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، اوو تنو غوښتل په قاچاقي توگه ايران ته ننوځي، چې د ايراني پوله ساتو ځواکونو له لوري پرې ډزې وشوې او په ترڅ کې يې ياده مرگ ژوبله واوښته.

د وژل شويو کسانو جسدونه هرات ته راوړل شوي دي او ژر به خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

د والي وياند وايي، بيا بيا يې د ايران له کونسلگرۍ او پوله ساتو ځواکونو غوښتي، چې د افغانانو ژوند ژغورنې ته پام وکړي، خو تر اوسه دا لړۍ روانه ده.

هرات کې د ايران کونسل محمود افخمي رشيدي د پېښې پخلی کړی، هغه وايي، د دغو افغانانو مخنيوی د افغان ځواکونو مسووليت دی، څو د غير قانوني تگ راتگ مخه ډب شي.

د يادونې وړ ده، چې ايراني ځواکونو له دې وړاندې هم په بېلا بېلو ورته بريدونو کې لسگونو افغانانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

Related Articles

Back to top button