بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز تمه ښودلې، چې روانه مياشت کې به د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزې کمېټې بله غونډه جوړه شي.
نوموړي دا خبرې پرون د پاکستان پلازمېنه کې د يوې غونډې په ترڅ کې کړې دي. غونډه کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلول هم گډون درلود.
د افغان سولې په اړه له تېرو څو مياشتو راهيسې د څلور اړخيزې کمېټې غونډې روانې دي، وروستۍ غونډه کې گډونوالو تمه ښودلې وه، چې د مارچ په پيل کې به طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې پيل شي، خو د طالبانو د شرطونو د نه منل کېدو له امله هغوی خبرو ته حاضر نه شول.
د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز روانه مياشت کې په دې اړه د يوې بلې غونډې تمه ښودلې، هغه ويلي، هيواد به يې د افغان سولې په اړه خپل مثبت رول تر سره کولو ته ادامه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وسله والو طالبانو مشر د پسرلي په پيل کې پر خپلو پلويانو غږ وکړ، چې پر «دښمن» وروستي گذار ته چمتو شي، همدا راز د ملي يووالي حکومت ولسمشر وړمه ورځ د ملي امنيت د رياستونو مشرانو ته لارښوونه کړې، چې د دښمن په زړه کې د وېرې اچولو لپاره دې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته راووځي.