خبرونهسلايډ

اردوغان: په امریکا کې له اسلامه وېره زیاته شوې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په امریکا کې د یوه مسجد په پرانیستغونډه کې وویل چې په امریکا کې د ولسمشرۍ نوماندان د امریکایانو تر منځ اسلاموفوبیا یا له اسلامه وېره خپروي.

اردغان همدرانگه زیاته کړه چې د پاریس او بروکسل بریدونه د ترکیې او پاکستان له بریدونو سره د پرتلې وړ نه دي. د ده په وینا ترکیه او پاکستان له کلونو د ترهگرو له بریدونو سره مخ دي.

اردوغان همدرانگه وویل: «دا ډېره د افسوس خبره ده چې په امریکا کې د مسلمانانو په وړاندې زغم نه شته او ورځ تر بلې له دوي سره توکمپالنه ډېرېږي». اردوغان همداراز زیاته کړه چې دا د منلو وړ نه ده چې د سپتمبر د یوولسمې برېدونو غچ دې له ټولو مسلمانانو واخیستل شي.

اردوغان د امریکا پر نوماندو سختې نیوکې وکړې. هغه وویل: «زه په ډېرې حیرانۍ سره اوس هم د امریکا په ټاکنو کې نوماندان گورم چې مسلمانانو ته د ترهگرو خطاب کوي».

د امریکا په ټاکنو کې نوماند ډونالډ ټرامپ څو ځلې په خپلو مرکو او ټاکنیزو غونډو کې د مسلمانانو په وړاندې توندې څرگندونې کړي دي. ټرامپ په یوه غونډه کې وویل چې دی به امریکا ته په مسلمانانو باندې بندیز ولگوي تر څو پوه شي چې څوک ترهگریز بریدونه کوي.

ولسمشر اردوغان د اتومي وسلو سرمشریزه کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر کړی، چې د دې سفر په ترڅ کې یې واشنگټن ته څېرمه د ترکیې له لوري جوړ شوي لوی جومات او اسلامي مرکز پرنسته هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button