شعر
ښکلې اروا / ګل رحمان رحماني
په لاره را روان وم، ستا يادونه ورېدل
د خيال له وچو څانګو مې رنګونه ورېدل
د ژوند په پاڼه پاڼه به مې ته انځورولې
اينې راته محتاجې وې، خيالونه ورېدل
د زړه رنګين هېواد کې مې د سولې پاچاهي وه
تش ستا له هر نظر به پرهرونه ورېدل
دا ستړى ټپى روح مې د ارام طبيعت مريد و
په سوځنده غرمو به بارانونه ورېدل
يقين مې بس د يوې ښکلې اروا سره پيوند و
که هر څو به د ښکلو سلامونه ورېدل
ټول ژوند مې د غزلو ترانو رنګين کتاب و
له تورو او لفظونو به شعرونه ورېدل