روانې چارېسلايډ

خيرخوا صيب لوبه معصومه ده!

ډاکټر شارق ساپی

پښتون ليکوال ښاغلي لطف الله خيرخوا په يوه محافظه کاره ويب پاڼه د کرکټ د لوبو اوخوښوونکو په اړه دومره پریکنده او يواړخیزه ژبه کارولې، چې په لاشعوري ډول د سړي په ذهن کې، د کرکیټ لوبې پرضد د لیکوال له خوا د يو ډول فتوا بڼه غوره کوي، که څه هم ليکوال په څرګنده توګه د لوبې مخالفت نه دی کړی.

په داسې ټولنه کې چې رسنۍ يې ټوله ورځ کرکې خپروي، مشران يې د مینې او عاطفې پر ځای کشرانو ته د وژلو تلقین ورکوي، ګاونډیان يې د خپلو د رڼاګانو لپاره د هغوي د کور رڼاوې او روڼاندي وژني، سیاست مداران يې د ملي وحدت په نامه د توکمیزو توپیرونو نوې نوې کرښې راباسي، ملايان يې د مینې او ورورلۍ پر ځای د کفر او شرک ټاپې په جیبونو کې ګرځوي، ملي پولیس او ملي اردو يې ملي جنایات کوي او په تعلیمي ادارو کې ځوان استعدادونه د هڅونې او تشويق پر ځای ترور کیږي!

په داسې ټولنه کې تر ټولو معصوم ارزښت لوبه ده، همدا کرکټ دی چې افغانان يې په يوه خوله د بري دعا کوي، همدا کرکټ دی چې افغانان يې سره يو بل ته نږدې کړل، نور خو په هر څه کې يو د بل زغم ختم شوی، حتی چې د افغانستان په نامه لا ناندرۍ روانې دي او ځينې پکې ځان «افغانستانيان» ګڼي، له افغانیت او ملي هویته منکر دي. نن زموږ دیني او ملي ارزښتونه راننګول کېږي، زموږ د هېواد هره پوله څپڅپانده ده؛ که هغه ملي ده، که دیني ده، که جغرافیايي او سیاسي ده. خيرخوا صیب، په داسې د کرکې اود ښمنۍ نه ډک ماحول او وېشلې او پاشلې ټولنه کې که په کوم څه افغانان ګډه خوشحالي کوي او له ټولو توپيرونو په هېرولو سره یې په ګډه نمانځي دا یو غنیمت او داسې ارزښت دی، چې د کرکیټ لوبغاړو د هڅو او ستړیاوو پر مټ راپه برخه شوی.

د کرکټ په ليونتوب کې که چا زیاتی کړی وي، معصوم انسان ته پکې د سر زیان رسیدلی وي، دا په خپل ځای د غندلو دی؛ خو دغه زیان له هغه ډیر کم دي، چې د فتواوو له مخي څوک اړوي. زموږ ټولنه نن د داسې سیاستوالو په ګروت کې ده، چې د دین او ملي ارزښتونو په کارولو سره خپلو نامشروعو سیاسي او ګوندي موخو ته پرې ځانونه رسوي. په داسې ټولنه کې چې مقدسو شعارونو خپل رنګ بایللی او اغېز یې له لاسه ورکړی، کرکیټ او کرکیټوالو موږ ته ډېر څه راګټلي دي.

له لوبو اولوبغاړو سره مېنه ګنا نه ده، بلکې دکرکو اونفرتونو په دې چاپیريال کې دايوغنیمت او ارزښت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button