د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې د هغه محصل او ژورنالست مړی موندل شوی، چې دوه میاشتې وړاندې د پوليسو له لوري نيول شوی و.
د کندهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د دريم کال محصل بشير احمد ريان دوه مياشتې وړاندې هغه مهال د پوليسو له لوري ونيول شو، چې د وروستۍ ازموينې له ورکولو وروسته له پوهنتونه د ښار پر لور روان و. د نوموړي مړی تېره ورځ د سپين بولدک له ډبرو غره سره موندل شوی دی.
ښاغلي ريان چې پر ليکه ژورناېزم، ليکوالي او ژباړې يې کولې، کورنۍ او ملگري يې وايي، نوموړي له هيڅ سياسي گوند سره اړيکه نه درلوده او نه يې هم دولت ضد فعاليت درلود. د هغه د ورور په وينا ريان غوښتل خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي، خو دا ارمان يې پوره نه شو.
د ښاغلي ريان کورنۍ د بشر حقوقو سازمان او د ملي يووالي حکومت پر مشرانو غږ کړی، چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي او عاملينو ته يې سزا ورکړي.
د کندهار پوليسو د وژل شوي محصل مړی روغتون ته لېږدولی خو د پېښې په اړه يې ناخبري ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د محصل کورنۍ وايي، پوليسو نوموړی يوه نامعلوم ځای ته لېږدولی و او دوی ته يې د نوموړي د روغتيا په اړه ډاډ ورکاوه، خو وروسته معلومه شوه، چې دی د برېښنا په شارټونو وژل شوی دی.
د بشير احمد ريان وژنې د گڼو افغانانو کينه راپارولې او پر ټولنيزو شبکو يې ډول ډول غبرگونونه ښودلي دي.
څه موده وړاندې يوه وېډيو خپره شوې وه، چې په کې د کندهار د پنجوايي د پوليسو له لوري يو ځوان شکنجه شوی و، يادې وېډيو هم افغانان سخت په غصه کړي او د پوليسو دغه کړنه يې غندلې وه.