افغانستانخبرونهسلايډ

بلجیم د احمدشاه مسعود په وژنه تورن کس نیولی

د برېتانیې د ډیلي ميل ورځپاڼې له راپور سره سم، بلجیم حکومت د پلازمېنې بروکسل د بریدونو په تور داسې کس نیولی چې ویل کېږي د پخواني جهادي قومندان، احمدشاه مسعود په وژنه کې لاس لري. تېره اوونۍ دوو جلا چاودنو په دغه ښار کې شاوخوا دېرش تنه ووژل.

احمدشاه مسعود د نویمو کلونو په وروستیو کلونو کې د طالبانو د حکومت پر ضد د پوځي جبهې مشري کوله چې د ۲۰۰۱م کال په سپټمبر کې د دوو تنو عربانو له خوا په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. یاد عربان د بلجیم پاسپورټونو نه په استفادې افغانستان ته دننه شوي وو.

سره له دې چې له ۲۰۰۱ راهیسې په افغان حکومت کې د مسعود پلویانو برخه غوښنه ده، خو تر دې دمه یې د وژنې پلټنه ونه شوه.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، نیول شوی کس عبدالرحمن امیرود نومېږي او دا هغه کس دی، چې څو ورځې وړاندې په بروکسل کې په شوو بریدونو کې هم لس لري.

یادې ورځپاڼه په خپل راپور کې لیکلي چې، عبدالرحمن امیرود د فرانسې اصلي اوسېدونکی دی او پر احمد شاه مسعود په برید کې د لاس لرلو له کبله یې اووه کاله بند هم تېر کړی دی.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې د پولیسو پلټنو کې څرګنده شوې، چې امیرود د بروکسل د تېرې سې شنبې له بریدګرو سره اړیکې درلودې او وړمه ورځ په بروکسل کې له پولیسو سره تر یوې لنډې نښتې وروسته په ټپي حالت کې ونیول شو.

دا چې له تورن څخه به د مسعود د وژنې په باب پوښتنې ګروېږنې وشی که نه، افغان او بلجیمي چارواکو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button