افغان حکومت راتلونکو ټاکنو کې له یوناما تخنیکي مرسته غواړي
ولسمشر محمد اشرف غني به د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره ډېر ژر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له پلاوي، یوناما څخه رسماً تخنیکي مرستې وغواړي. ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوي ټاکل شوي استازي، ټاډامیچي یوماموټو سره په لیدنه کې څرګنده کړې ده چې د مرستې غوښتنې لیک به ژر واستوي.
د افغانستان د ۱۳۹۳ل کال ولسمشریزې ټاکنې د مخکښو نوماندو ترمنځ په ناندریو واوښتې چې په پای کې دواړه د ملي يووالي پر حکومت سره سلا شول. د ملي يووالي حکومت له پیله ژمنه کړې وه چې ټاکنیز سمونونه به رامنځته کوي.
ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوي استازي غوښتنه کړې چې د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو استازي ویلي، چې دغه سازمان او نورې نړیوالې ادارې د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو شرایطو په درک کولو سره نرمښت کوي او هر ډول مرستې ته ټټر وهي. ښاغلي یوماموټو همداراز خبر ورکړی چې امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ماموریت د یوه کال لپاره غځولی.
ټادامیچي چې دمګړۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی مرستیال دی، په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لورې په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی. تمه ده چې یوماموټو به تر درېوو میاشتو پورې په افغانستان کې خپله نوې دنده رسماً پیل کړي.