نيمروز کې د هغه سوداگر مړی موندل شوی دی، چې درې مياشتې وړاندې خاشرود ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و.
د وژل شوي سوداگر خپلوان پوليس د هغه په وژنه تورنوي او وايي، چې نوموړي د پوليسو له لوري رېنجر موټر کې تښتول شوی و.
د عبد الله نوري په نامه د دې سوداگر تره حاجي محمد نادر نوروزی وايي، د وراره په تښتونه کې يې پوليس ککړ دي، هغه د پوليسو په موټر کې وتښتول شو او وروسته ووژل شو.
دغه سوداگر درې مياشتې وړاندې خاشرود ولسوالۍ ته تللی و، چې د نامعلومه کسانو له لوري وتښتول شوی او بيا يې له درې مياشتو وروسته مړی وموندل شو.
د سوداگر کورنۍ وايي، تښتوونکو يې د خوشې کولو بدل کې ډېرې پېسې غوښتې وې.
د نيمروز امنيه قوماندانۍ مخکې اووه تنه پوليس د عبد الله د تښتونې په تور نيولي و او امنيتي امر سمونوال عبد الرحمن عزيزي يې له دندې ګوښه کړی و.
له جنايي جرمونو سره د نيمروز د امنیه قوماندانۍ د مبارزې مدير سمونوال عبد الهادي عزيزي وايي، تښتوونکو عبد الله يوه کور کې ساتلی وو او کله يې چې پوليسو د خوشې کولو لپاره عمليات پيل کړل، تښتوونکو هغه وواژه او خپله وتښتېدل.
نوموړی وایي، د پېښې د عاملينو د نيولو په موخه يې هڅې پيل کړې دي.