گلبدین حکمتیار په حکومت کې ونډه غواړي
د انجينر گلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ډله د ملي وحدت په حکومت کې ونډه غواړي.
راپورونه وايي، چې د حزب اسلامي له لوري کابل ته د سولې لپاره رالېږل شوي پلاوي د سولې عالي شورا له غړو سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.
د يادې شورا يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې د حزب اسلامي پلاوي له دوی غوښتنه کړې، چې حکومت سره د سولې لپاره دې دوی ته د دولت په يو لړ مهمو ملکي او نظامي څوکيو کې ونډه ورکړل شي.
د سولې عالي شورا استازي وايي، چې حکومت د حزب اسلامي په غوښتنو فکر پيل کړی او تمه يې ښودلې، چې په راتلونکو لنډو ورځو کې به د ملي يووالي حکومت مشران د دوی د غوښتنو ځواب ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د انجينر گلبدين حکمتيار گڼ شمېر پلويان او د گوند لوړپوړي مشران له تېرو څو کلونو راهيسې د حکومت په مهمو څوکيو کار کوي او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشر حزب اسلامي د ډاکټر عبدالله په پلوۍ حکومت کې شريک شول او د قاضي امين وقاد، جمعه خان همدرد او وحيد الله سباوون په مشرۍ د حزب اسلامي شوراگانو د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ حکومت کې گډون وکړ.
له دې پرته د حزب اسلامي د سياسي کمېټې پخواني مشر انجينر قطب الدين هلال تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې له ناکامېدو وروسته په دوهم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړ او اوس د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار دی.