افغانستانسلايډ

بشر حقوق: امنيتي ځواکونه ښوونځي د سنگرونو په توگه کاروي

د بشر حقوقو د څار نړيوال سازمان خبر ورکړی، چې د افغانستان امنيتي ځواکونه د جگړې پر مهال له ښوونځيو د سنگرونو کار اخلي.

دغه سازمان ويلي، تېر کال افغانستان کې د جگړې د دواړو لوريو له خوا ښوونځي د سنگر په توگه کارول شوي، خو افغان امنيتي ځواکونه په کې ډېر ښکېل دي.

د بشر حقوقو د څار سازمان ويلي، امنيتي ځواکونو تېر کال د جگړې پر مهال په ډېرو مواردو کې د ښوونځو شا ته خپلې وسلې او مهمات لېږدولي دي او بيا يې له دې ښوونځيو د سنگرونو په توگه کار اخيستی دی. د دې سازمان د راپور له مخې امنيتي ځواکونو تېر کال په پنځلس مواردو کې له ښوونځيو د سنگرونو کار اخيستی دی، خو ښايي شمېره يې له دې لوړه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي ځواکونه ډېری وختونه پر وسله والو مخالفينو تور لگوي، چې د جگړې پر مهال د خلکو له کورونو د مورچو کار اخلي.

ياد سازمان ټينگار کړی، چې د دې کار مخه دې ونيول شی، ځکه دا په لوی لاس د کوچنيانو د زده کړې مخه نيسي او ښوونځي د دولت د مخالفینو پوځي اهداف گرځوي. د بشر حقوقو سازمان پر دولت غږ کړی چې ۲۰۱۵ز کې پر لاسليک کړي «امن ښوونځي» فرمان عمل وکړي او د ښوونځيو ساتنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button