د غزني چارواکي وايي، که دولت يې بېړنۍ مرسته ونه کړي، اندړ ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د اندړو ولسوال محمد قسيم ديسي وال رسنيو سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د نيولو هڅې تېزې کړې دي.
نوموړی زياتوي، ستر شمېر طالبان اندړو کې راټول دي او غواړي دغه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.
هغه پر لوړپوړو چارواکو غږ کړی، چې د امنيتي ځواکونو د تشکيل او جنگي مهماتو په برخه کې يې بېړنۍ مرسته وکړي، که نه ډېر امکان شته، طالبان د اندړو ولسوالۍ ونيسي.
ښاغلی ديسي وال وايي، ولسوالۍ کې پخوا د امنيتي ځواکونو شمېر اوو سوو تنو ته رسېده، خو اوس يوازې سل تنه موجود دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو تېره شپه د همدې ولسوالۍ پر گڼو پوستو بريدونه هم کړي دي، چې له امله يې امنيتي ځواکونه د ځينو پوستو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم تېرو ورځو کې گواښ کړی و، چې که د امنيتي ځواکونو شمېر او تشکيلاتو ته پاملرنه ونه شي، دنده به پرېږدي، ځکه د ولايت د سقوط پړه پر خپله غاړه نه شي اخيستی. همدا راز د غزني د ولايتي شورا غړو د طالبانو له لوري د ځينو سيمو د نيولو اندېښنه ښودلې وه.