د امريکا د سنا غړي او سنا کې د نظامي کمېټې رييس جان مکين څرگنده کړې ده، چې افغانستان به د امريکايي ځواکونو له شتون پرته له ستراتيژيکې ماتې سره مخ شي. نوموړي افغانستان کې د امريکایي ځواکونو د شمېر لږوالي ته په کتو ويلي، دا کار د دې لامل شو، چې پخوا به کوم عمليات په ورځو کې ترسره کېدل، اوس مياشتې نيسي.
د مکين په وينا د عملياتي او تکيتکي ماتو په رامنځته کېدو افغانستان شايد له ستراتيژيکې ماتې سره مخ شي، چې موږ به يې په مخنيوي کې پاتې راشو.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړيوالو راپورونو پر اساس وسله والو طالبانو تېر کال د افغانستان دېرش سلنه ځمکه لاندې کړې ده، همدا راز دغه کال د افغانستان امنيتي ځواکونو ته تر پخوا ډېر له تلفاتو ډک بلل شوی دی.
سناتور جان مکين د افغانستان نا امنۍ ته په کتو ويلي، افغان امنيتي ځواکونه لا هم د امريکايي ځواکونو مرستې ته اړ دي.
بل لور ته د ملي يووالي حکومت هم له امريکا غوښتنه کوي، چې خپل ځواکونه د اوږدې مودې لپاره افغانستان کې پاتې کړي، چې دې کار له طالبانو سره د خبرو اترو بهير هم ځنډولی دی.