د افغانستان د بهرينو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي ويلي، چې د طالبانو له لوري د سولې پروسې سره د پرېکون اعلاميه يو تکتيکي پرېکړه ده او دوی هيله من دي، چې طالبان به د سولې څلور اړخيزه ناسته کې گډون وکړي.
حکمت خليل کرزي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې څلور اړخیزه ناسته کې د طالبانو د نه گډون اعلاميې سربېره د دوی برداشت دا دی، چې طالبان به د سولې پروسې سره يو ځای شي او د څلور اړخيزې ناستې مجلسونه هم دوام ومومي.
حکمت کرزي کابل کې د برېتانيا بهرنيو چارو وزير فليپ هامونډ سره په گډ خبري کنفرانس کې ډاډ څرگند کړ، چې د سولې بهير له خنډونو ډک دی، مگر دوی بيا هم هيله من دي، چې دا څلور اړخيزې ناستې به ښه پايله ولري.
په عين حال کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت اندېښنه څرگنده کړې، که طالبان د سولې بهير سره يو ځای نه شي، نو راتلونکی پسرلي او اوړي کې به جگړې نورې هم پراخې شي او د دغو جگړو د مخنيوي لپاره بايد امريکا او افغانستان سر له اوسه خپل تياری ولري.
تېره ورځ اجراييه رياست له لوري په خپره شوې اعلاميه کې هم راغلي و، چې طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه تر نامعلوم وخته ځنډول شوې ده.
د کب په څلورمه نېټه کابل کې له څلور اړخيزې ناستې وروسته افغان حکومت اعلان کړی و، چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې طالبانو سره مخامخ خبرې پيل شي.
څو ورځې وړاندې طالبانو د يوې اعلاميې په ترڅ کې اعلان کړی و، چې د سولې اړوند څلور اړخيزې ناسته کې گډون نه کوي او نه به هم خپل استازي ورولېږي.
طالبان وايي، چې امريکا او افغان حکومت افغانستان کې جگړو ته زور ورکوي او له دې لارې هڅه کوي، چې طالبان په زور د خبرو مېز ته کينوي.
طالبانو ويلي، چې تر څو بهرني پوځيان په افغانستان کې موجود وي، د دوی د مشرانو نومونه په تور ليست کې وي او قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په رسميت نه وي پيژندل شوی، هېڅکله به د چا په فشار د سولې پروسه کې گډون ونه کړي.