خبرونه
ایرانی ملیاردر پر اعدام محکوم شو
د ایران د قضایه قوي ویاند «غلام محسین محسني» رسنیو ته وویل چې ایرانی ملیاردر «بابک زنجاني» پر اعدام محکوم شو. محسني زیاته کړه چې بابک زنجاني د محکمې له لورې پر «مفسد فی الارض» وپېژندل شو.
ویاند زیاته کړه چې بابک زنجاني د ایران د نفتو په شرکت کې پر فساد او تورو پیسو تورن دی.